سعودي: په پوځي موټرو راکټي برید مرګ ژوبله اړولې

سعودي: په پوځي موټرو راکټي برید مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۹) فرید افغان

راپورونه وایي چې په سعودي کې یوځل بیا د امنیتي ځواکونو د ګزمې په موټرو راکیټی برید شوی
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یاد برید د القطیف ښار د المصوره په سیمه کې په امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال شوی.
چارواکو ویلي چې په پيښه کې یو تن سرتیری مړ او ۶ تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د برید په اړه يي پراخې پلټنې پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د القطیف په شیعه میشته ښار کې کله ناکله د سعودي عربستان په امنیتي ځواکونو د یمن له لورې د توغندیو او راکټونو خونړي بریدونه کیږي.
لا تر اوسه د یاد برید پړه کومې وسلوالې ډلې نده منلې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button