کابل: د عراق په سفارت برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسید:

کابل: د عراق په سفارت برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسید:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۹ فرید افغان)
نن ورځ شاوخوا ۱۱ بجې ۴ بریدګرو د کابل د څلورمې حوزې اړوند په انصاري څلور لاري کې د عراق په سفارت مرګونی برید وکړ.
چارواکي وایي چې بریدګر له څلورساعته جګړې وروسته له منځه وړل شوي دي.
د برید پړه د داعش ډلې منلې او د عراق سفارت کارکونکو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یوه بریدګر د سفارت په دروازه کې ځانته چاودنه ورکړه او درۍ نور د خاصوځواکونو سره په مخامخ نښته کې ووژل شول.
معلومه نده چې په برید کې د سفارت اتباعو او افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه.
د یادونې وړ ده چې دا برید وروسته له هغه ترسره کیږي چې شاوخوا درۍ اونۍ وړاندې په کابل کې د عراق سفیر د موصل جګړه خپله بریا بللې وه او د داعش په ماتې یې خوښي ښکاره کړې وه.
.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button