ملي امنيت د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن توقیف کړی دی.

ملي امنيت د سیاسي چارو کارپوه نظرمحمد مطمئن توقیف کړی دی.
(کابل تکی کام ۱۳۹۶زمری۹ فرید افغان)
د راپورونو په اساس نن سهار د ملي امنیت ادارې لیکوال اوشناند نظر محمد مطمین نیولی دی.
نوموړی په هیواد کې د بین الافغاني مذاکراتو او ریښتونې سولې د راوستلو لپاره بې دریغه هڅې کولې.
نوموړي کله ناکله د افغان دولت په پالیسیو هم نیوکې کولې چې ځینې خلک یې همدا د نیولو لامل بولي.
د ملي امنیت ادارې د نوموړي د نیولو په هکله تر اوسه څه ندي ویلي
نوموړی تیرکال د لیندۍ په میاشت کې هم نیول شوی ؤ چې له څو ساعتیز بند وروسته بیرته خوشی شو.
معلومه نده چې داپیژندل شوې سیاسي څیره په کوم جرم نیول شوی ده .
د یادونې وړ ده چې د ملي امنیت ادارې تل د هغو کسانو د توقیف هڅه کړې چې د حکومت په پالیسیو نیوکه کوي او تل د حقایقو په ویلو د مختلفو کړیو لخوا ورته ګواښونه کیږي.
چې تیر کال قاضي حسن حقیار هم له همدې امله د بندیخانې تورو خونو ته واچول شو.
د تولنیزو رسنیو فعالانو د مطمئن نیول غندلي او دا یې د دولت لخوا د بیان د آزادۍ په وړاندې څرګند تیری بللی.
فعالانو له دولت څخه غوښتي چې مطمئن باید ژر تر ژره له بند خونې څخه راخوشی کړي.


