د ناوې ولسوال: دولت عملیات نکوي او ولسوالۍ دسقوط شیبې شمیري:

د ناوې ولسوال: دولت عملیات نکوي او ولسوالۍ دسقوط شیبې شمیري:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۹ فرید افغان)
وروسته له هغه چې افغان چارواکو د ناوې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه تازه راپورونه وایي چې ولسوالۍ بیا د سقوط شیبې شمیري.
پژواک خبري آژانس ته د ناوې ولسوال اغا محمد تکړه ويلي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته ډېر نږدې شوي او طالبان ورسره مخامخ جګړه کړي نوموړي ویلي (( د ولسوالۍ په نیم کیلومترۍ کې جګړه روانه ده، دولتي تاسیسات له مرمیو خوندي نه دي، خلک هم له طالبانو سره مل دي او هره ګړۍ د لوی خطر امکان شته.))
ولسوال ویلي چې هره شیبه د ولسوالۍ د بیا سقوط امکان شته او له چارواکو یې ددعملیاتو د پیل غوشتنه کړې ده.
ولسوال ویلي چارواکو ورته منفي ځواب ورکړی او دوی یې ناهیلی کړي دي.
(د چارواکو ځواب منفي وو، ويل يې چې ځواکونه اکمالوي، خو د عملياتو پلان د اوس لپاره نه لري.))
بلخوا د والي ویاند عمرځواک رسنیو ته ویلي چې د ولسوالۍ په کچه د عملیاتو پلان لري خو د دقیقې نیټې په اړه یې څه نه دي ویلي.
وسله وال طالبان هم د ناوې جګړه تاييدوي.
قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استولې اعلامیه کې ویلي چې (بیګاه شپه یې دهلمندولایت دناوي ولسوالۍ مرکزته څیرمه دطالب دوراهي په سیمه کې یې دبریدونوپه پایله کې یو مهم مرکز په ټولیزه توګه نیولی اوپکې میشت ۱۰ تنه عسکر یې ځای پرځای وژلي. یورینجرموټرسوځول شوی ، او۲ثقیلان ،۳کلاشنکوفونه ،یوټي ټي کوف،یوچریکي هاوان اوګڼ نورمهمات اومرمۍ په لاس ورغلي)
ناوه ولسوالۍشاوخوا نهه مياشتې وړاندې وسله والو طالبانو له امنيتي ځواکونو څخه نيولې وه.
چې دوه اوونۍ وړاندې امنيتي ځواکونو د امریکایانو په ملتیا بیرته له طالبانو ونیوله او اوس په ۵۰۰ مترۍ کې د طالبانو د سختو جګړو له کبله د سقوط په ګړنګ ولاړه ده.
شنونکي وایي چې د طالبانو پرمختګونه له دې امله دي چې سیمیز خلک په یوه خوله له طالبانو څخه حمایت کوي او دهغوی تر څنګ ولاړ دي.



