د افغانستان په مرګونۍ سياليو د مسکو – واشنګټن سړه دښمني

تبصره
د تېرو څلورو لسيزو راپدېخوا په افغانستان کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ سړه سيالي توده شوه. افغانستان یې د جګړې ډګر وګرځاوه او هره ورځ د افغانانو له کورونو جنازې پورته کېږي.
هغه وخت چې روسيه د شوروي اتحاد په نامه يادېده، امريکا ورسره مخالفت په دې پیل کړ چې په ١٩٥٣م کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د وسلو پر سر اړيکې سره خرابې شوي. امريکا افغانستان سره د کړي قرارداد باوجود، د سپکو او درنو وسله له ورکړي انکار وکړ او له افغانستان سره یې خپلې اړيکې پرې کړي. افغانانو روسیې ته مخه کړه. د بلغاريا په شمول ټولو هېوادونو سره یې هر اړخيز تړونونه وکړل چې په تړونونو کې زياته ونډه پخواني شوروي اتحاد درلوده. همدا وجه وه چې له امريکا سره د پخواني شوروي اتحاد د افغانستان پر سر سړه جګړه پیل شوه.
امريکا په تېر اوباما حکومت کې هم له روسیې سره ښې اړيکې نه درلودې، اوس چې ټرمپ واکمن شو پر روسيه یې تازه بنديزونه ولګول. د روسيې او امريکا د اړيکو د خرابوالي دویم پړاو پیل شو، خو د دې پړاوونو خرابوالى په افغانستان کې د يوې ورځې د جګړې له تاوانه هم کم دى.
د روسیې او امريکا ترمنځ چې د مخه هم اړيکې څو ځلې خرابې شوې دي، د د يپلوماتانو د کمولو پورې محدودي شوې دي. د تېر کال د سپتمبر په مياشت کې د روسیې د بهرنيو چارو وزارت له امريکا وغوښتل چې په مسکو کې د خپلو ډيپلوماټانو شمېر ۴۵۵ ته را ټیټ کړي.
روسيه په امريکا کې د ياد شمېر نيمايي د يپلوماتان لري. امريکا یې ځکه کړنه نه شي ورغبرګولاى چې د روسیې په مقابل کې امريکا د روسیې تګلاره ارزوي. د ټرمپ اداره غواړي په روسيه باندې په افغانستان کې د لاسوهنې په نامه ځینې بنديزونه ولګوي.
روسيه او امريکا په خپلو کې سړه دښمني لري، اما په افغانستان کې يې سيالي د افغانانو په مرګونو او د افغانستان په تباهيو تمامه شوه. افغانان به د سړې دښمنۍ په اور کې تر ناڅرګندې مودې پورې سوځي.
تېره ورځ پوتين د روسیې (۲۴) په نامه تلويزيون سره په مرکه کې وويل چې امريکا بايد په روسيه کې د ٧٥٥ تنو ديپلوماتانو شمېر راکم کړي. روسيه په امريکا دا شک لري چې په روسيه کې د امريکا له اړتيا زيات ديپلوماتان به د نورو پټو موخو لپاره کار کوي، ځکه یې څو څو واره له امريکا وغوښتل چې خپل ديپلوماتان راکم کړي. امريکا د روسیې په دې عمل انديښمنه شوه او د څلورو لسيزو دمخه سړه دښمني یې بيا راتازه شوه.
امريکا په ښکاره توګه په سوريه کې د روسيې د شتون او بمباريو مخالفت کوي، خو اصلي موخه یې افغانستان دی. چې غواړي روسيه په افغانستان کې له رول لرلو بې برخې کړي او نور هغه کمونستان چې د روسیې په مرسته په کابل واکمن شوي وو، هغه هم له روسیې سره خوابدي کړي.
دا چې روسيه او امريکا به په خپلو کې سړه دښمي سړه ساتي او که ګرموي یې، هغه د هغوی خپل منځي کار دى. موږ سره دا اندېښنه ده چې د امريکا او روسیې سيالي د افغانستان په تباهيو او د افغانانو د وينو په تويولو تمامېږي.



