(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱ فرید افغان)
تېر ماښام شاوخوا اته بجې د هرات ښار د اهل تشیع په جومات کې برید او چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته ویلي چې دوو بریدګرو د هرات ښار د بکراباد په سیمه کې د اهل تشیع پر جومات برید کړی، یو یې ځان ته چاودنه ورکړې او بل یې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.
چارواکي وایي: په پېښه کې ۲۹ کسه وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي
طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې پیښه له دوی پورې هیڅ اړه نلري.
د یادې پیښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نده منلی خو ویل کیږي چې داچاره د داعشي اورپکو لخوا ترسره شوې ده.
اجرایه رئیس یاد برید غندلی او دا یې یو وحشیانه کړنه بللې.
د هرات والي هم د یادې پیښې د غندلو ترڅنګ داکترانو ته سپارښتنه کړې ترڅو د ټپیانو عاجله تداوي وکړي
هرات ښار سلګونه ښاریانو د هرات په ټولو روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې لپاره خپله وینه ورکړه.
د یادونې وړ ده چې پدې وروستیو کې په شیعه مذهبو هیوادوالو د بریدونو کچه لوړه شوې چې د شنونکو په وینا ځینې هیوادونه غواړي دلته مذهبي تفرقو ته لمن ووهي.


















