(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۱)
د هلمند ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ تازه نښتې شوي، چې طالبان وايي په دغه جګړه کې يې ۲۸ عسکر وژلي او ځينې سيمې او پوستې يې نيولي دي.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د د دوی وسله والو د يادې ولسوالۍ د جرنامو په سيمه کې په يوه سرای بريد کړی، چې په ترڅ کې يې ۱۵ عسکر وژل شوي دي.
دغه راز احمدي زياتوي، چې د “چل و دو پاروچاوې” په سيمه کې يې له محلي پوليسو “اربکيانو” يو مرکز نيولی او ۱۳ تنه پوليس پکې وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دغو دواړو بريدونو کې د دوی وسله والو ته ديارلس ميله وسلې، يو ټانګ او يو سکواټر موټر هم لاس ته ورغلي دي.
په ناوې ولسوالۍ کې له تېرې څه مودې راهيسې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې روانې دي، چې دواړه غاړې يې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعاګانې کوي.
تېره ورځ د دغه ولسوالۍ خلج، خسرواباد، لنډې ښاخ، اچکزوښاخ، خرابه عينک، جریزی سيمې وسله والو طالبانو بې له جګړې له دولتي ځواکونو ونيولې.
دناوې سيمه ييز چارواکي وايي که حکومت پاملرنه ونه کړې ډیر ژر به ناوه یوځل بیا دطالبانو لاس ته ولویږې.
پرون ناوخته د دغه ولسوالۍ د طالب دوراهي له سيمې څخه هم د نښتو راپورونه ورکول شوي، چې پکې لس تنه عسکر وژل شوي ول.
طالبان وايي، چې د يادو عسکرو جسدونه لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
ځايي باوري سرچينې وايي، چې اوس مهال د ولسوالۍ په مرکز کې لسګونه سرتيري د وسله والو طالبانو له لوري کلابند دي.
تر اوسه د تازه نښتو په اړه دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-


















