لیکوال : شهیدمل نیازی
وای دري نفر مسلح وګوره دوو نفرو خالې سلاح څه ورسره کړي دي!
بس ماښام روژه ماتي ته یوه ګهنټه پاتی وه کور ته راغلو ؛
مشر ته مو یې وویل مال موږ به لاړ شو! معلومات نشته سبا کیدایسې اختر هم شې ؛
مشر یې ډیر هوښیار او ځیرک سړي وه راته یی وویل وای نه نن نشې تللې!
نن به وای زموږ میلمانه یاست وای دا معلومات هم نشته تاسو نه یی وای چې پوښتنه کړي ده چې له کوم ځای نه راغلې تاسو وای ټل ورته یاد کړی ده !
شاید نن یی وای دټل لار هم درته نیولې وي؛
اوبل وای داسې تاریخې کار مو کړي ده چې دډیرغټ انعام لایق یاست ټوله میرعلې وای ورته حیرانه ده ؛
که چیرته مو وای دا غله ویشتلې وای په ټوله میرعلې کې به مې ولا اعلانونه کول چې ټول ما ویشتلې دی دهرچا دي لاس خلاص وي!!
بس موږ هم ورسره ومنله مال سحې ده نن درسره پاتې کیږو !
ورته ومو ویل مال ټلیفون نشته کور ته احوال ورکوو چې نن موږ میرعلې کې پاتې شولو شپه مو ده ؛
ټلیفون یې راکړ؛
د ترورزي احسان الله نمبر مې یاد وه نوري نمبری نه وی راته یادي هغه ته مي ټلیفون وکړ! مال موږ نن میرعلې کې شپه شوه دواړو کورو کې احوال ورکړه هغه راته وویل وای سحې ده!
دغلته هجره کې مو لږ خوب وکړ ؛
چې را جګ شولو ماښام اذانه ته کم وخت پاتې وه؛
بس روژه مو چې ماته کړه له روژه ماتې نه بعد ټول کلېوال ددغو خلکو هجری ته راغلل ؛
کلیوال خبر شوي وه چې د نن پیښې کسان دپلانیو په هجره کې دي!
ټول کلې ملاقات ته راغې!
او دغه خبر یی راته کوله چې ماشاءالله ډیره توره مو کړي ده!
ټولو په ګډه په امام پسې دماخوستن تراویح وکړي موږ په ناسته صرف دماخوستن لمونځونه وکړل ډیر ژوبل وه دتراویحو طاقت مو نه لاره چی کړی مو وای ؛
لمونځ مو چې وکړ ډیر ستړی وه وختې ویده شو
سهار چای مو چې وڅښه موږ ورته وویل مال بس نور موږ درنه ځو مشر یې خپلو ملګرو ته مخ ورواړاوه وای پلانی او پلانې ټوپک او کمربندونه وتړي خپل موټر ورسره بوځې او خپل غنیمت شوي ټوپک هم دوي ته ورکړي او اوسنه مرمۍ تیري کړي چا مو چې مخه نیوله وار پري مخکې کوی او وله یې ان وای تر سپین وام یې ورسوي!
څلور نفر دوی شول او دوه نفر موږ شو غواګې موټر مو ډک کړ خداي په امانې مو ورسره وکړه او دمشر مو یی شکریه اداء کړه!
بس مخ پر سپین وام روان شولو بس لاره کې هیڅه هم نه ول کله چې سپین وام ته نږدی شولو انډیوالانو مو یوه ملګری ته زنګ وواهه!
واي موږ دروان یو پلانې ځای کې یو ته هم موټر درسره واخله پلانې ځای ته زر ځان ورسوه!
چې سپین وام ته ورسیدلو ملګري یی تیار ولاړ وه !
بس انډیوالانو مو دغه راغوښتې نفر په زور او زیر پوی کړ وای ډیر احتیاط به کوي ورته یی وویل وای ټوپک دوي ته ورکړه چې کله دملیشې پاټک راځې بیا یی ته تري اخله ؛
دغه خبر یی ددي لپاره ورته وکړ ځکه هغوي پوهیدل چې دوي افغانان دي که چیرته دوي سره ملیشې والا ټوپک ووینې شاید مشکل ورته جوړ کړي ډریور وزیر وه هغوي ته یی څه نشو ویلې !
بس دغو ملګرو سره مو خدای په امانی وکړه د پطرولو لپاره مو 5000 روفې ورکولې نه یی اخیستلې اخیر مو وچ په زور ورکړي!
موږ د سپین ټل په لوري حرکت وکړ ؛
لاره کې هيڅ مشکل نه وه ډیر ښه راغلو سپین ټل کې مو یو ملګري سره ټوپک کیښود موږ مخ پر کور روان شولو بیا مو ټوپک په یوه طریقه تر کوره راوړ !
قیصه تر دغه ځایه وه!
دقیصې ځینې نقطي درته ښایم ان شاءالله بیابه مو په قیصه ښه سر خلاص شې؛
اول: موږ یې چې دمیرعلې چوک ته راوړلو ماچې لیکلې وه چې یوه پمپ ته یی تاو کړلو او ودریدل سرونه یی سره نږدی کړل پټې پټې خبری یی سره کولې !
موږ ته روسته معلومات وشه چې څه پلان یی جوړ که!
پلان خو یی داسې ترتیب کړي وه !
سره ویلې یی وه چې دوي به په قاچاکې لار سپین وام ته وباسو او موټرسایکل والا دی په سیده لار هغه ځای کې انتظار وکړي چې له میرعلې نه سپین وام ته هغه قاچاکې لار وتلې ده !
موږ یی چې په قاچاکی لار روان کړو
بس هغه هلته داسې پیښه وشوه موټر سایکل والا چې هلته ځان رسولې موږ چې ورنه غلو دهغه اندیښنه شوی ده هغه چې راپسې راغلې ده ټول حالات یی لیدلی دي هغه کسان چې پسې ورغلې وه هغو چې ویل چې یو موټر سایکل هم له هغی خواه نه ورته راغلې وه هغه دغه زموږ والا موټر سایکل ورته راغلی وه ؛
او بله ملګرو دغه قیصه کې به ډیر سوالونه درته پیدا شوي وي د ځینو سوالونو ځوابونه ما په خپله کړی دي هغه دادي!
اول سوال :
ما چې هغه کس نه ټوپک خلاص کړ مرمی می چې ورته تیره کړله تاسې به وایاست چې ولی دي نده ویشتلې؟
ځواب:
ما په دی خاطر ونه ویشت چې موږ په نابلده ځای کې وه موږ دا ګومان کاوه چې په داکوم کلې یی راتیر کړلو شاید دوی ددغه کلې وي!
موږ وویل که وی وولو کلې به دډزو غږ واوري کلې به راپسې را ووزي شاید زموږ ژوند له خطر سره مخ شې !
موږ دا کوشش کاوه چې په هره طریقه وي چې زر ځانونه وباسو!
او بله داخبر موږ چې دغو غلو بوتلو موږ ته یی ځانونه طالبان را معرفې کړل وای موږ طالبان یو په تاسو مو شک راغلې مرکز ته مو وای ولو بیرته مو خوشې کوو!
موږ چې چیرته حمله پری وکړله موږ ویل مال دلته نږدی به ددغو کور یا مرکز وي
موږ چې کله تښتیدو ما ولا تر اخیره شاته شاته کتل مال اوس به د غلو له مرکز نه چیغه راپسې راوزی او اوس به راوزي!
موږ چې کله کلې ته داخیلیدلو ډیر په شک او په ډار کې داخل شولو!
ځکه موږ ته هیڅ معلومات نه کیده چې شاید هغه خلک ددغه کلې وي اوس به یی کلې ته ټلیفون راپسې کړی وي لنډ به مو بیرته ونیسې!
یوساعت وي بد ساعت وي!
اوبل جنګ ډیر وخت ونیو یو خو روژه وه بل دغرمی شاوخوا دولس نیمې بجې وی او دمیرعلې ټکنده غرمه وه چې دګرمې له وجهې نه له ځمکې نه تاو خوت !
تیږي داسې سري وي چې لږ مزل مو وکړ پښو مو څومره څومره تڼاکې وکړلې!
بل دسفر له اول نه تر اخیره پوري یی توري شیشې راپسې پورته کړي وي ګرمي داسې ووهلو موږ ویل چې تر مرکزه به مو ونه رسوي لار کې به مړه شو!
پاي
بس موټر سایکل مو لاړ او ټوپک مو تری راوړ .


















