پکتیکا: د ګومل په ولسوالۍ ډلییز بریدونه روان دي:
(کابل ټکی کام۱۳۹۶ زمری ۱۱ فرید افغان )
راپورونه وایي چې د پکتيکا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته روانه ده
د پکتيکا والي ادعا کړې چې په جګړه کې یواځې ۵ پولیس ټپیان دي او نور هیڅ تلفات هم نلري.
چارواکي وایي چې په ځوابي برید کې یې ۷۰ تنه وسلوال طالبان وژلي او همدومره نور یې ټپیان کړي.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې ځواکونو یې تر اوسه ۳ پوستې نیولې اولا پرمخ روان دي.
نوموړي دولتي ځواکونو ته د پراخې مرګ ژوبلې د اوښتلو خبر هم ورکړی دی.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو رسنیو ته د جګړې د تائید ترڅنګ ویلي چې دولتي ځواکونه له ځینو پوستو تښتیدلي او په سیمه کې د لسګونو عسکرو جسدونه پاتې دي.
سیمیز خلک وایي سیمه کې د افغان عسکرو په ملاتړ هوایي ځواکونو هم بمبارۍ کړې چې د تلفاتو په هکله یې څه ندي ویل شوي.
راپورونه وایي چې جګړه لاهم روانه ده او که طالبانو نور پرمختګ هم وکړ ،نو ولسوالۍ به سقوط وکړي

















