تېره ورځ د هېواد په ختيځ کې د حکومت د کړنو پرخلاف چې په ختيځ کې ېې سره د خپلسرو عملياتو امن رانه ووست يوه اعتراضيه غونډه وشوه، چې نږدې شپږزرو تنو پکې برخه واخیسته. ويناوالو د حکومت پرخلاف د خپلو ستونزو د حل په اړه هم ويناوې وکړې.
ددې ختيځ اېتلاف بنسټيزه غونډه د روانې اوونۍ په سر کې په کابل کې د ننګرهار يوه نماينده ميرويس ياسيني په کور کې شوې وه. چې يوازې د ختيځو ولاياتو نماينده ګانو پکې ګډون کړى وو؛ خو تېره ورځ چې په ننگرهار کې کومه غونډه وشوه پکې د ختيځو ولاياتو ولسي وګړو هم ګډون وکړ.
که څه هم د ختيځو ولاياتو په غونډه کې پرحکومت نيوکې وشوې، چې حکومت د ختيځو ولاياتو ستونزو او ناامنيو ته توجه نه کوي، چې په ختيځو ولاياتو کې ناامني ورځ تر ورځې زياتېږي او آن په ننګرهار کې هدفي وژنو زور موندلى دى؛ خو ويل یې چې موږ په خپل مخالفت دحکومت اصلاح غواړو.
په دغه ستره غونډه کې چې ويناوالو پر حکومت نيوکې وکړې د ملي شورا غړو، ظاهر قدیر، وږمه ساپۍ، حضرت علي، سید اکرام، صالح محمد صالح، میرویس یاسیني او د ختیځو ولایتونو د ولایتي شورا ځینو استازو پکې برخه درلوده، چې د غونډې اصلي موخه ېې په حکومت کې اصلاحاتو په نامه د حکومت سره مخالفت «د طالبانو سره سوله» وه، د دوه کالو راپدېخوا داصلاحاتو په نامه غونډې کېږي خو په يوه وزارت کې هم داسې اصلاح رانغله چې له اداري فساده لاس واخیستل شي.
د حکومت پرخلاف يو بل اېتلاف چې څه موده د مخه په ترکيه کې د دوستم، محقق او د بلخ د والي عطامحمد نور لهخوا جوړ شوی دی تېره ورځ ېې په بلخ کې غونډه درلوده او د حکومت پرخلاف ېې خپل مخالفت په ښکاره څرګند کړ. وې ويل که حکومت خپلې کړنې اصلاح او وعدې پوره نهکړي پرخلاف به هغه څه وکړو چې د حکومت عمر را لنډولاى شي .
دامهال حکومت په دوه اېتلافونو کې راګير دی؛ د شمال اېتلاف وايي چې د حکومت عمر به را لنډ کړو او د ختیځ اېتلاف وايي ختيځوالو چې څوک په ارګ ورننويستي له ارګه ېې رایستلی هم شي .
په دوه اېتلافونو کې د حکومت راګيريدل چې يو د شمال او بل دختيځ او هم ورسره په هېواد کې ناامني او ورځ په ورځ مخ په زياتېدو بريدونه چې تېره ورځ په هرات ښارکې فرقه يي مخالفتونوته په پراختيا مرګونی بريد، دلويو لارو بندول، په يو شمېر ولسواليو کې همدا مهال جګړې دا ټول هغه څه دي چې حکومت ېې له توانه وتلى نهشي .
موجوده حکومت د سترې بختۍ سر مخ دى، اېتلافونو هم په نوې بڼه شول او بريدونه هم، د مخه به يوازې په بهرنيو او داخلي پوځونو بريدونه کېدل؛ خو اوس په جوماتونو کې پر لمانځه ولاړو لمونځ کوونکوبريدونه کېږي، دمخه به يوه وزير، والي، وکيل اويا په حکومت کې بل کوم واکمن دحکومت پرخلاف چې د خپل ګوند ډاډ به ورسره وو د مخالفت غږ پورته کاوه اوس اېتلافونو او مخالفتونه دشمال او ختيځ په کچه لوړشول او کېداى شي دهېواد په نورو ولاياتو کې هم که د حکومت کړنې په همدې ډول دوام وکړي. مخالفتونه پيل شي دا مهال په شپږو ولاياتو کې جګړه روانه ده او حکومت په دوه شمال او ختيځ اېتلافونو کې راګير دی ترې وتل ېې ناممکنه ښکاري.

















