عزام حقاني
د رایې د اظهار او نظر ازادي هغه وسیله ده چې په دي سره د حق خاوند خپل ږغ د حاکم او واکمن تر غوږونو پوري رسوي او دا د هر انسان یو مشروع او روا حق ده .
د غربیانو په نوي دین (ډیموکراسي) کې یو اصل د بیان د ازادۍ په نوم شتون لري، چې هر څوک کولی شي خپل نظر اورایه بیان کړي البته بدون له له کوم قید اوبند نه یعني مطلقه ازادي بیان که روا اوکه ناروا وي حق وي اوکه باطل. چې دا وړ ازادي اوس دمسلمانانو په هغوهیوادونوکې چې غربې ډیموکراسي ورکې حاکمه ده په ښکاره ليدل کیږي چې خلک یوازي دباطل داظهارولو حق لري اوبس. اوکه څوک دحق رایه اظهارکړي هغه له وژلو، تړلو، شړلو او ډول ډول تهدیدونوسره مخ کیږي.
اسلام نه داچه دبیان دازادی پلوي کوي بلکې هغه یو عبادت بولې اواظهارته یی خلک تشویقوي
که څه هم هغه دیوظالم حاکم په مخکې وي
په هغه حدیث کي چي ابو سعید الخدري رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی داسي وایې: ان من اعظم الجهاد کلمة عدل عند سلطان جائر یعنې غوره جهاد دظالم باچا په وړاندي دحق اوعدل خبره کول دي. اوکه څوک له دی امله ووژل شي چي حقه خبره یی وکړه نوهغه دبهترینوشهیدانو له جملې څخه ده ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په دي اړه فرمایلي : خیر الشهداء حمزة بن عبدالمطلب ورجل قام الی رجل فامره ونهاه فی ذات الله فقتله علی ذالک. بهترین دشهیدانو حمزه رضی الله عنه ده اوبل هغه څوک ده چې دالله لپاره چاته په نیکي امر وکړي اوله بدي څخه یی منعه کړي او هغه یی په دي کارسره ووژني.
نومعلومه سوه چې په اسلام کې هرڅوک چاته دحق وینا اونصیحت کولی سي اوباید ویی کړي ځکه چې دین نصیحت ده.
نواوس چې ښاغلی نظرمحمد مطمئن اودده په څیر نور صادق مبارزین نیول کیږي په دي جرم چې دبیان له ازادي څخه یې سالمه استفاده کړي او حقیقت یی ولس ته واضح کړي بل څه نه وو.
ښاغلی مطمئن هغه څوک وو چې دقلم اوژبې له لاري یی دهیواد دازادي ، سولې اوداسي نظام لپاره هلي ځلې کولي چې اسلامي او دهیواد دټولووګړو حقوق پکې خوندي وي.
خوددې خبرې حقیقت خلکو ته ښکاره شو چې ځینې تنظیمو مشران یی کوي چې طالبان دي وسله کیږدي دي نظام سره دي سوله وکړي ، چې دسیاست اوخبرو له لاری به خپل اهداف ترلاسه کړو. نوزماپه اند چې داهسي تیر ایستل اودوکه ده ځکه که چل نشي ولي هغه کسان چې له همدي لاري مبارزه کوي ، او هغه څوک چې چې دریښتونې سولي لپاره یی خپل ږغ پورته کړی وي په امن نه دی.
د یو سوچه اسلامي نظام په هیله

















