(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۲)
د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ د امریکا د مينا پوليس ښار په يوه ښوونځي کې چاودنه شوې، چې له امله يې دوه تنه وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
پېښه د سهار لس بجې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې دغه ښوونځي ته زده کوونکي راغلي و.
د دغه ښار پولیس وايي، د چاودنې له امله د ښوونځي زياته برخه ويجاړه شوې او په خبره يې چې د دوو تنو وژل شويو جسدونه چې تر خاورو لاندې شوي و راويستي دي.
د اوروژنې د ډلې يو تن چارواکي جان فروتل وايي، چې چاودنه د ګازو د نل ليکې د بنديدو له امله رامنځته شوې ده.
-الماس خدرخېل-


















