ټرمپ: امریکا د طالبانو په وړاندې افغان جګړه وبایلي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۱۲ فرید افغان)
راپورونه وایي په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ په مشرۍ یوه بیړنۍ غونډه راغوښتل شوې وه چې پکې یواځې د افغانستان مسایل مطرح شول.
د ان بي سي تلویزیون ته د ټرمپ یوه مشاور ویلي چې د سپیني ماڼۍ د قوماندي په خونه کې امریکایي ولسمشر له خپلو مشاورینو او پوځي جنرالانو سره په خبرو کې افغانستان د قبرستان په نوم یاد کړی او خبرداری یې ورکړی دی چې کیدای شي امریکا دغه ماموریت وبایلي.
په غونډه کې له ټرامپ سره د سپیني ماڼۍ مشر سلاکار سټیف بینون، د نوموړي زوم او مشر سلاکار جراد کوشنر، د ملي امنیت سلاکار مک ماستر، لوی درستیز رینوس برینوس، د مسلح قواوو مشر جنرال ډانفورډ، مرستیال ولسمشر مایک پینیک اود بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسون په غونډه کې حاضر وو.
ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي قواوو لوړپوړي قوماندان جنرال نیکولسن د ګوښه کولو ګواښ هم کړی اوپه وینا یې چې هیڅ لاسته راوړنه نلري.
د ټرمپ سلاکار یادې تلویزیوني شبکې ته همدا راز ویلي چې د دفاع وزیر جان متیس له دغې غونډي ډیر اندیښمن او پریشانه را ووت او ټرمپ سره یي هم خبري ښکته او پورته شوي دي.
مټیس ویلي چې د ډونالد ټرمپ د روښانه تګلارې نشتون په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ لامل شوی دی.
بلخوا ځینې راپورونه وایي چې د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر د مارچ په میاشت کې د کابل له حکومته غوښتي چې دوي ته د افغان هوايي حریم اجازه ورکړي.
خو تر اوسه پوري افغان دولت ورته کوم مثبت ځواب ندی ورکړی
ټرمپ د افغان جګړې د بایللو څخه مایوسي داسې مهال ښکاره کوي چې تیره ورځ د کندهار په دامان ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته نږدې د امریکي په ځواکونو ځانمرګی برید شوی.
پنټاګون نن ومنله چې په دغه پیښه کې د دوي دوه سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو د یادې پیښې مسؤلیت منلی ؤ او د دوو ټانګونو د ویجاړۍ او ۱۵ امریکایانو د وژلو خبر یې ورکړی ؤ.
دا پداسې حال کط ده چې حو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم راپور ورکړی وو چې ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو غور کوي


















