(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۲)
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د روانې جګړې په اړه ويلي، چې په دغه جګړه کې پرمختګ نه کېږي او په يوه ځانګړې ناسته کې يې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د مشر جنرال نېکولسن له دندې د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
د ان بي سي او يو شمير نورو رسنيو د راپور له مخې، ټرمپ تېره مياشت له خپلو مشاورينو سره ناسته کړې او په ډېره غوسه يې ويلي چې ولې د ۱۶ کلونو په تېرېدو لا هم په افغانستان کې بې نتيجې جګړه مخته وړي.
نوموړي د امريکا د دفاع وزير جيمزمېتس او د لويو درستيزانو د ګډې کمېټې له مشر جنرال جوزيف ډانفورډ نه غوښتي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال نېکلسن له دندې ګوښه کړي.
ډانفورډ وايي، ولسمشر ټرمپ ورته ويلي چې جنرال نېکلسن د افغانستان جګړه نه شي ګټلی نو د دندې په لرې کولو دې غور وشي.
دغه راز ټرمپ ويلي، چې د افغانستان سره د مرستو په بدل کې دې امریکا د افغانستان د کانونو په ګټه کې ځانګړې برخه ولري.
ويل کېږي، چې د افغانستان د کانونو او طبيعي زېرمو د ويستلو څخه شاوخوا يو تريليون ډالره ګټه ترلاسه کېدلی شي.
د ټرمپ په خبره چې په افغانستان کې جګړه امريکا مخته وړي او د کانونو او طبيعي زېرمو څخه يې چين ګټه پورته کوي.
د جنرال نېکولسن د لېرې کېدو پرېکړه لا نه ده شوې، خو راپورونه وايي چې ولسمشر ټرمپ د خپلو مشاورینو سره په دې اړه سباته بله ناسته لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت د امريکا دفاع وزير جيمزمتېس ويلي و چې حکومت به ډېر ژر د افغانستان په اړه نوې پاليسي اعلان کړي، خو تر دې دمه لا د دغه هېواد په اړه د نوې تګلارې په جوړولو نه دي بريالي شوي.
وړمه ورځ د امريکا متحده ايالاتو د مشرانو جرګې د پوځي خدماتو د کميټې مشر جان مکين وويل، چې د شپږو مياشتو په تېرېدلو سره لا هم د ټرمپ اداره نه ده توانېدلې چې د افغانستان او سيمې لپاره بريالۍ ستراتيژي جوړه کړي.
مکين په يوه خپره کړې اعلاميه کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان لپاره دې د تګلارې په جوړلو او اعلانولو کې بيړه وکړي.


















