فرمان الله نجرابوال
خپلواکي رسنۍ د یوې ټولنې په پرمختګ کې رغنده رول لوبولی شي. رسنۍ د نړۍ په ډیموکراتو هېوادونو کې د دولت د څلورمې قوې په نوم هم استفاده کیږي اوپه دې خاطر چې خلکو ته یې د بیان د ازادي عملي ډګر پرانستی دی.
نو مدني ټولنه ورته په ډیر احترام قایله ده ، رسنۍ په عمده ډول دبیان ازادۍ او دیموکراسۍ لپاره کارکوي،
پورته موږ پوښتنه کړې چې :آیا په افغانستان کې رسنۍ خپلواکې دي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باوري يم چې ټول به ووایې چې افغانستان کې رسنۍ خپلواکې نه، بې واکه دي.
که څوک وایې چې افغانستان کې رسنۍ خپلواکه دي ددوی غوږونه كاڼه دي سم آوریدل نه کوي او سترګې یې ړندې دي پرې لیدل نه کوي. دا هغه کسان دي چې د امریکا په آخور رالوی شوي دي.
هغه څوک چې وایې په افغانستان کې رسنۍ خپلواکه او بي طرفه دي له حقائقو او واقیعتونو یا خو لرې پاته دي او یا یې په حقائقو سترګي پټي کړې دي.
راشئ چې دلته ځیني حقائق راوڅپړو ! دا چې په افغانستان کې یوه نیمه لسیزه کیږي جګړه روانه ده د افغان حکومت او د طالبانو ترمینځ هر وخت نښتې کیږي او هره رسنۍ کوښښ کوي د خپل مسؤلیت له مخې د جګړو راپورونه نشر ته وسپاري لو خلک ترې خبر کړي هغه بیا بیله خبر ده چې دلته اوس رسنیو خپل سپیڅلیت له لاسه ورکړی او خپله بې طرفي یې په یو طرفي بدله کړې ده.
څه موده وړاندې مې په طلوع تلویزون کې یو راپور ولید البتة په هغو ورځو کې طالبانو په کندوز کې ډیر پرمختک کړی ؤ په ویډیو کې یوځوان چې غت بریتونه یې درلودل ویل، موږ ملي اردو سره هر ډول وسلې شته، ټانګونه شته ،خو ایمان راسره نشته، غیرت راسره نشته او طالبانو سره هېڅ نشته خو کلک ایمان ورسره شته، غیرت ورسره شته.
طالب جان جګړه د تکبیر په زمزمو پیلوي، ملي اردو جګړه د شمعه آشنا او د شفیق مرید په سندرو پیلوي !!
د اچې افغان حکومت په نظامې ډګر کې ماته وخوړه ،دجکړې میدان طالب جان وګټو آن تر دې چې د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د طالبانو واک لاندې راغله.
افغان حکومت ددې لپاره چې خپل بایللی باور ترلاسه کړي څو رسنۍ یې ګمارلې چې د طالب پر ضد پروپاګند او په ضد یې خپرونې وکړي ، ددې ترڅنګ یې څو تنه کرایه شوې ليكوالان ،بې واکه سیاسون هم استخدام کړل چې تل دوی دطالبانو خلاف پروپاګند کوي.
رسنۍ چې دحکومت د څلورمې قوې نوم دی رسنۍ دجكړې پر مهال د یو غښتلي اردو په څیر رول په جګړه کې لوبولی شي ځکه د جګړې پرمهال ټول خلګ رسنیو ته مراجعه کوي !
په ۱۳۹۵ دتله پر ۵مه نیټه طالبانو د کندوز ښار و نیوو افغان حکومت ډیر کوښښ وکړ چې دکندوز ښار دطالبانو څخه ونیسي آن تر دې چې معصوم ستانکزي په پارلمان کې وویل چې بښنه غواړو موږ نشو کولای چې دکندوز ښار و نېسو ، چې بیا آمریکایانو دکندوز د بې سرحده ډاکترانو په روغتون بمبار وکړ چې کڼ شمیر ناروغان د ډاکترانو په شمول ووژل شول.
طالبانو دیو مصلحت لپاره دکندوز ښار پریښود !
دلته بیا رسنېو یو ځل بیا خپله اصلي څیره له لاسه ورکړه او بې واکه ژورنالستانو یو راپور جوړ کړ چې ګواکې طالبانو د کندوز د نېولو پرمهال دانجونو لیلیې ته ورغلي او له نجونو سره یې جنسې تیری کړی دی.
دا راپورو د رسنیو هغه درواغجنه هڅه وه چې په مټ یې دوی غوښتل طالبان بدنام او مطبوعاتي شکست ورکړي.
طالبانو چې د کندوز ښار ونیو د لوی أختر دریمه ورځ وه چې پدې ورځو کې عموما پوهنتونونه ، ښونځي ټول رخصت وو، دا راپور چې طلوع تلویزون خپور کړی طالبانو یې په وړاندې سخت غبرګون وښود او دوی یې پخبل نظامي هدف کې شامل کړل.
دوه ورځې مخکې رسنیو د حکومت دا ادعا نقل کړه چې طالبانو د قندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ کې د اوبو بند په بمونو ویجاړ کړی دی ،خو حقیقت دادی چې ښورابک کې نه سیند شته او نه د ابو بند خو رینیو دا راپور ډیر په شد او مد سره پرته له کوم دلیل نشراوه.
له دې مخکې هم دېته ورته بې اساسه خبرونه خپاره شوې دي خو دې خبر د ټولنېزو رسنیو فعالانو توجه ځان ته زیاته ورواړوله او دا یې یوه طنزیه مسئله وګرځوله !!
د دې راپور په غبرګون کې د وسله والو طالبانو ویاند قاري يوسف احمدي وویل چې د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالۍ کې یې د افغان عسکرو په یوې قرارګاه سپره د اوبو ویاله ددې لپاره بنده کړې چې په قرارګاه کې موجود افغان پوځیان یاخو تسلیم شې او یاهم قرارګاه تخلیه كړي چې د دې غبرګون له امله حقائق هم رابرسیره شول.
بې واکه رسنۍ غواړي چې په دې ډول د افغان طالبانو او ولس تر مینځ واټن رامنځته کړي خو افغان ولس ورځ تر بلې د طالبانو سره یوځای کیږي !
د رسنۍ د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره څو شیان ضروري دي چې په لاندې ډول دي.
۱:هغه رسنۍ خپلواکه دي چې په هغو کې کومې ډلې ،ګوند ،مذهب ته پكې سپکې کلمې استعمال نه شي ،په افغانستان کې داسې رسنۍ نشته چې دا ډول کړنه یې نه ده ترسره کړې.
۲:رسنې باید داسې خپرونې ونه کړې چې هغه کې فحش ،لوڅ او غیر اخلاقۍ لور ته راوبلل شي خو له بده مرغه افغانستان کې ټولې رسنۍ فحش بې حیایۍ ته خلك رابلي یوه بیلګه یې لمر چینل دی.
۳:رسنۍ باید سیمه ایز هیودانې ،یاډله ییز تعصب ته لمن و نه وهي خو دلته ځینې رسنۍ تعصب ته لمن څه کوې سم څادر ټکوي.
یادونه: په ټول افغانستان کې ۹۵۰رسنۍ دي ۵۰تلویزونو چینل ۱۵۰راډیو ګانې ۷۰۰چاپې رسنۍ ۵۰آنلاین رسنۍ شتون لري.


















