کابل: سرتیري بریدګر ۱۱ امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د کابل په قرباغیو ولسوالۍ کې د یوه سرتیري بریدګر لخوا په داسې مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې ولاړو امریکایي ځواکونو د سړک ترغاړې تلاشي کوله.
ناټو ځواکونو حمله منلې او ویلي یې دي چې د ناټو ځواکونو د افغان عسکرو سره ګډه ګزمه کوله چې د برید نښه وګرځیدل.
ناټو ویلي چې په یاد برید کې یې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور سخت ژوبل شویدي.
ناټو ځواکونو د دریو ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړی چې آزادو سرچینو ندی تائید کړی.
ناټو ویلي چې په چاودنه کې یې افغان ژباړن هم ټپي شوی دی.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او رسنیو ته یې په یوه استول شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې ده چې سرتیری برید د شاکر تخاري په نوم یو ځوان دموټرسایکل په وسیله تر سره کړی دی
طالبانو ویلي چې یاد امریکایي عسکر یې داسې مهال هدف ګرځولي دي چې د سړک دواړو غاړوته د تالاشۍ لپاره ولاړ وو
طالب ویاند ویلي چې برید یې ناڅاپي او له نیږدې څخه ترسره کړی او په نتیجه کې یې دوه ټانګونه ویجاړ او ۱۱ تنه امریکایي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ په کندهار کې هم د یوه موټربم په توسط د امریکایي ځواکونو قطار په نښه شو چې څو تنه امریکایي عسکر پکې ووژل شول.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د امریکایي مشر له خولې داسې راپورونه ورکول شول چې دا هیواد ښایي په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه وبایلي.


















