(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن ماخوستن ۹ بجې وسلوالو طالبانو د هاموي ټانګ څخه په استفادې د ګرشک په ولسوالۍ کې په یوه پوځي مرکز د موټر بم حمله ترسره کړه .
وروستي راپورونه وایي چې د موټر بم په ترڅ کې د سنګوریان په نامه د ملیشو لوی مرکز ویجاړ شوی او ګڼه مرګ ژوبله لري.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي چې پدې پیښه کې شاوخوا ۵ تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
تازه خبرونه وایي چې نن سهاروختي ۶ بجې یوځل بیاطالبانو په دې ولسوالۍ تهاجمي حملې پیل کړې دي طالبانو ادعا کړې چې دولتي ځواکونو ته یې د سر دروند زیان اړولی دی خو دولتي چارواکو تر اوسه رسنیو ته څه ندی ویلي.
راپورونه وایي چې جګړه روانه ده او دولتي ځواکونه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي


















