(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۴)
د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريم دادخيلو سيمه کې وسله والو طالبانو په افغان او امريکايي ځواکونو په ورغليو عسکرو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې درې امريکايي پوځيان وژل شوي او دواړه غاړې يوبل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.
د دغه ولايت د پوليسو وياند نقيب الله اميني دغه نښتې تائيدوي او رسنيو ته يې ويلي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې اووه طالبان وژل شوي دي.
خو تر اوسه طالبانو د خپلو وژل شويو پلويانو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په ياده سيمه کې يې په امريکايي او افغان ځواکونو بريدونه کړي، چې درې امريکايي عسکر پکې وژل شوي دي.
نوموړی زياتوي، په دغو بريدونو کې ګڼو نورو امريکايي او افغان عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر دې دمه په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو د خپلو عسکرو د وژلو په تړاو څه نه دي ويلي.
شاوخوا څلور کاله مخکې په ياده سيمه کې امريکايي ځواکونه ميشت و چې د يو شمير ولسي خلکو په وژنه او ربړونه تورن شول او د خلکو په غوښتنه له سيمې څخه وويستل شول، خو د وردګو چارواکي وايي چې د نرخ په کريم دادخيلو سيمه کې امريکايي ځواکونو خپله زړه پوځي اډه يوځبل بيا فعاله او د نامعلومې مودې لپاره پکې ميشت شول.
-الماس خدرخېل-


















