(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۵ فرید افغان)
راپورونه وایي چې تاجکستاني چارواکو افغان سوداګرو ته اجازه نده ورکړې تر څو خپل خټکي له کندوز څخه د دې هیواد له لارې روسیې ته ولیږدوي.
د کندز د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس مسعود وحدت رسنیو ته ویلي چې د تاجکستان د ګمرک مسؤلینو د افغان سوداګرو د خربوزو په انتقال بندیز لګولی چې سوداګرو ته یې دروند مالي زیان ور اړولی دی.
دده په وینا په دې لړ کې څه باندې شل ټنه خربوزې خرابې شوې دي.
نوموړي ویلي چې تاجکستان پدې توګه غواړي د افغاني میوو مخ ډب کړي او خپل کرنیز محصولات روسیې ته ولیږدوي.
ځکه د خپلو توکو د بازار د را لوېدو له امله یې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ده ورکړې.
تاجکستان له افغانستان سره ګډه سرحدي پوله لري دا هیواد له افغانستان سره هم تودې اقتصادي اړیکې لري خو دچارو شنونکي یې وروستی عکس العمل د افغانستان د ناکام بهرني سیاست پایله بولي ځینې سوداګر بیا د سوداګرۍ خونه هم پدې کار کې ملامت بولي .
باید وویل شي چې اونۍ وړاندې د هند او افغانستان ترمنځ د کارګو یا هوایي ترانزیټ د توقف له امله هم افغان سوداګرو ته میلونونه دالر زیان وراوښتی ؤ.
















