یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

د شیطان پېژند ګلوي – دولسمه برخه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 6, 2017
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
17
ځلې شریک شوی
209
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکوال : دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه  : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې وشوې په تېره (یولسمه برخه) کې مو پدې خبرې کړې وې چې شیطان له انسان نه څه شی غواړي؟  نو هلته دا خبره شوې وه چې اول له انسان نه غواړي چې  کافر یا مشرک شي ، که دا زور یې ورباندې ونه رسیږي نو بیا غواړي په کوم بدعت یې آخته کړي ، که دا زور یې ورباندې ونه رسیږي بیا غواړي چې په لویو ګناهونو کې یې آخته کړي او که په کوم مسلمان باندې ګناه نشي کولی نو بیا ورنه څه شی غواړي ؟ د تېرې برخې په دوام ..

واړه ګناهونه

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

که په کوم انسان يې زور ونه رسيږي چې لوی ګناهونه ورباندې وکوي نو بيا واړه ګناهونه ورباندې کوي  او کوښښ کوي چې له يوه پلوه ورباندې واړه ګناهونه وکوي او له بله پلوه هغه په نظر کې ورته واړه کړي او ورته سپک يې کړي  او کله چې کوم انسان ته ګناهونه سپک ښکاره شي دا يې د هلاکت سبب کيږي  او واړه ګناهونه هم چې ډېر زيات شي نو د انسان د هلاکت سبب کېدلی شي او هغه کس چې واړه ګناهونه کوي او دا ګناهونه ورته څه لويه خبره نه ښکاره کيږي اکثر داسې حالت ته ورسيږي   چې دا واړه ګناهونه ورته بالکل ګناه نه ښکاره کیږي نو په اکثر صورتونو کې بیا لدې کس نه هغه کس غوره وي چې لویه ګناه کوي لکن دا ورته ګناه ښکاره کیږي  او له الله جل جلاله  نه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي  .

د شیطان د همدې کوښښ نتیجه ده چې په اوس وخت کې له تاسف  سره ډېر مسلمانان په ګناهونو آخته دي او دا ورته ګناه هم نه ښکاره کیږي  څومره محرمات په موبایل او کمپیوټر ، تلویزیون کې کتل کیږي؟  څومره په ناروا کې خبرې کیږي؟  په مجلسونو کې څومره د خلکو په ذاتي خبرو کې مداخلې کیږي؟  دا ټول د شیطان کوښښ دي چې زمونږ د خرابولو لپاره یې کوي  (الله د مونږ ورڅخه وساتي)

او که په کوم انسان  باندې يې ددې وس هم ونه رسيږي چې په هغه  باندې واړه ګناهونه وکوي نو بيا ورباندې د راتلونکې مرتبې کوښښ کوي

مباحات

کله چې شيطان پوه شي چې په يو کس يې ددې زور هم نه رسيږي چې په هغه باندې واړه ګناهونه وکوي نو  هغه  پداسې روا کارونو کې آخته کړي چې په کولو کې يې هېڅ ډول ثواب نه وی  او پدې کارونو سره يې د هغه کارونو څخه مصروف کړي چې د ثواب کارونه  وي  او په کوم انسان باندې چې د شيطان د ګناه کولو زور ونه رسيږي نو هغه چې پداسې کار باندې آخته کړي چې د هغې ثواب نه وي بيا هم شيطان ډېر خوشحال وي چې لږ تر لږه د ثواب له کار نه خو يې را بند کړی دی  .

شیطان  انسان ته په زړه کې ور اچوي چې د مازیګر د مانځه نه وروسته چکر ذهن ، بدن  ته ډېره فایده کوي راځه لږ بهر ته لاړ شه …  نو تر ماښام پورې دا مبارک وخت یې له تلاوت او د الله تعالی له ذکر څخه مصروف کړي  پدې توګه  شیطان کوښښ کوي چې په همدې چکر یې آموخته کړي پارک ته یې بوزي ، صحرا ته یې بوزي ،  بیا بله  ورځ چې د ماښام اذان هم واوري نو شیطان ورته وايي چې ضروري خو نه ده چې جومات ته لاړ شي مونځ خو دلته هم کیږي په اسلام کې خو د زمکې په هر ځای کې مونځ روا دی راځه همدلته به مونځ وکوې بیا به لاړ شې … پدې توګه یې د جومات نه را وګرځوي  او په دې یې هم آخته کړي چې بیا تر ناوخته به چکر کې پاتې کیږي  او د ماښام مونځ کله وخته او کله نا وخته  کله یې د دریو څلورو کسانو سره په جمع او کله  یوازې وکوي  او د جومات د غوره جمع او غوره مانځه نه یې پاتې کړي .

د همدې امله  کله چې مونږ له ملګرو سره په مجلس آخته شو څومره ساعتونه مو ضائع کیږي؟  څومره وخت مو په عبثیاتو کې تیریږي؟  څومره وخت مونږ چاته وایو چې راځئ لږ مجلس به وکوو ، ګپ به ولګوو؟   دا ټول د شیطان کوښښ دی چې مونږ په داسې کار آخته کوي چې که هغه حرام هم نه وي لکن لږ تر لږه مونږ خو د الله له ذکر نه ورباندې مصروف کولی شي .

هغه کارونه چې غوره نه وي

کله چې يو انسان داسې وي چې د خپل وخت ساتنه کوي او شيطان نشي کولی پداسې کار يې آخته کړي چې په کولو کې یې څه ثواب نه وي بيا شيطان کوښښ کوي هغه کارونه ورباندې وکوي چې هغه ډېر غوره نه وی ترڅو ده ته وخت پيدا نه شي چې هغه ډېر غوره کارونه وکوي ځکه که کوم انسان ډېر غوره کار وکوي هغه ته به د الله جل جلاله  د رحمتونو مخه شي او د هغه به ډېر خير په نصيب شي او شيطان دا نه غواړي  ددې امله خو په رواياتو کې هم  راغلي دي چې کله شيطان انسان ته په اويا نېکو کارونو باندې امر کوي ترڅو يې يو د شر کار ته برابر کړي  او هغه شر داسې شر وي چې که چېرته شيطان پدې باندې بريالی شي چې په انسان يې وکوي نو د هغه اويا کارونو له ثواب نه به ددې بدکار ګناه لويه وی  او کله شيطان کوښښ کوي چې په انسان باندې اويا د خير کارونه وکوي ترڅو يې له يوه د خير کار څخه واړوي نو هغه يو کار به داسې غوره وي چې ثواب به يې له هغه اويا کارونو څخه  زيات وي چې په ده باندې يې کړي وي .

د مثال په توګه کله به شیطان یو انسان ته په زړه کې ور واچوي چې په مسواک څومره ډېر وخت تېر کړې نو غوره دی راځه لږ زیات وخت ورباندې تېر  کړه  خوله به د نوره هم پاکه شي  او ثواب به  د زیات شي  نو دېته یې وهڅوي چې په مسواک باندې  ډېر وخت تېر کړي خو …   په نتیجه کې به شیطان کوښښ کوي چې له ده څخه جمع تېره کړي او یا ورڅخه تکبیر اولی ، یا اول رکعت تېر کړي  چې دا بیا لویه ضائعه ده  .

د شيطان د دښمني دا مرتبه ډېره سخته ددې امله ده چې ډېر په مشکل سره څوک ورباندې پوهيږي او صرف هغه کسان ورباندې پوهېدلی شي چې الله جل جلاله  ورته په زړونو کې له خپله فضله  رڼا ور اچولي وي او دا يوازې هغه نېک کسان وي چې په زمکه کې د پيغمبرانو وارثان  او خليفه ګان وي  الله جل جلاله  د په مونږ باندې رحم وکوي چې د شيطان په فريب کې را نشو .

طاعت خرابول

کله چې شیطان په انسان باندې دومره برلاسی نه شي چې په هغه باندې ګناه وکوي نو بیا کوښښ کوي د هغه طاعت ور خراب کړي  یو حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم  ته یو صحابی راغلو ورته  یې شکایت وکولو چې شیطان مې مانځه ته نه پریږدي  هغه وویل : إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي، يلبسها عليَّ. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ذلك شيطان يقال له: خنزب، فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثاً. قال: ففعلت ذلك، فأذهبه الله عني.

ترجمه : بېشکه شیطان زما او زما د مانځه په مینځ کې پرده شو او زما د تلاوت په مینځ کې پرده شو پر ما یې خرابوي  رسول الله صلی الله علیه و سلم  ورته وویل دا شیطان دی خنزب ورته ویل کیږي کله چې د بیا محسوس کړو نو اعوذ بالله ووایه او خپل چپ طرف ته دری ځله تف کړه  هغه صحابی فرمایل ما همداسې وکول الله جل جلاله  راڅخه لرې کړو .

کله چې انسان په مانځه باندې شروع وکوي  شیطان ورته راشي وسوسې ور اچوي ، ذهن یې مصروف کوي ، دنیایی کارونه ورپه زړه کوي  او په څه نه څه ډول یې د الله جل جلاله  له ذکر نه مصروف کوي  لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم  چې فرمایی :  إن الشيطان إذا سمع النداء بالصلاة، أحال له ضراط، حتى لا يسمع صوته، فإذا سكت رجع فوسوس، فإذا سمع الإقامة، ذهب حتى لا يسمع صوته، فإذا سكت رجع فوسوس.  صحیح مسلم

ترجمه : بېشکه شیطان چې کله اذان واوري نو هغه (تښتي او منډې وهي او) ده لره باد ماتېدل وي ترڅو هغه دا اذان وانه وري او کله چې اذان ختم شي بېرته را وګرځي نو خلکو ته وسوسې ور اچوي  بیا چې کله اقامت واوري بیا تښتي ترڅو د اقامت اواز وانه وري او کله چې اقامت ختم شي بېرته را شي بیا مونځ کوونکو ته وسوسې ور اچوي . …   (الله  تعالی د شیطان په مقابل کې له مونږ سره مرسته وکوي)

له انسان نه ځان پټ ساتل

شيطان دا وس لري چې له انسان نه ځان پټ کړي هغه انسانان ويني او انسانان هغه نه ويني لکه الله جل جلاله  چې فرمايي : يَا بَنِي آَدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ يَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآَتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ (27) . سورة الاعراف

ترجمه : اې زامنو د آدم فریب د درنه کړي تاسې ته شیطان لکه چې ایستلي یې دي مور او پلار ستاسې له جنته (په فریب سره) په دې حال چې ایسته يې له دې دواړو لباس د دوی لپاره د دې چې وښيي دوی ته غلیظه عورتونه د دوی بېشکه دغه (شیطان) ویني تاسې (هم په خپله) دی او (هم قوم) لښکر د ده له هغې خوا چې نه ئې وینئ تاسې بېشکه مونږ ګرځولي مو دي شیطانان دوستان لپاره د هغو کسانو چې ایمان نه راوړي دوی.

د انسان په بدن  کې ګرځېدل

شيطان ددې وس لري چې په انسان کې پداسې توګه او په هغه لارو وګرځي لکه وينه چې په انسان کې ګرځي  رسول الله صلی الله علیه و سلم  فرمايي : إن الشيطان يجري من الإنسان مجرى الدم.  متفق علیه

ترجمه : شيطان په انسان کې د وينې د ګرځيدو په ځایونو کې ګرځي .

… نور بیا ان شاء الله

مخکینې مطلب

نابیناؤ ته کتابونه، بینایانو ته امساوې!

بل مطلب

دافغانستان پرمیوو دتاجکستاني چارواکو لخوا بندیز سوداګرو ته دروند زیان اړولی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com