(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۵)
د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دی او په وينا يې چې دولتي ځواکونه تر سخت فشار لاندې دي، ښايي نورې سيمې يې هم له لاسه ووځي.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني رسنيو ته ويلي، که د دغه ولايت ځينو نورو سيمو ته تازه دمي ځواکونه ونه لېږل شي، ښايي يو شمير نورې سيمې هم له لاسه ورکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د صياد ولسوالۍ د ميرزاولنګ مهمه سيمه او يو شمير پوستې له دولتي ځواکونو ونيولې.
تر دې مخکې په پارلمان کې د سرپل ولايت استازو د دغه ولايت د سقوط اندېښنه څرګنده کړې وه.
د سرپل اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې ډيری سيمې د وسله والو طالبانو تر تسلط لاندې دي او ډیری ولسواليو ته دولتي مامورين په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولی.
طالبانو وړمه ورځ د دغه ولايت په صياد ولسوالۍ کې د دولت په دفاعي پوستو بريدونه وکړل، په پايله کې يې د میرزاولنګ سيمه او ځينې پوستې ونيولې، چې له امله يې لسګونه دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله واوښته.
له بله پلوه د دفاع وزارت وياند دولت وزيري ويلي، چې د یاد ولايت په ډيرو سيمو کې لا هم عمليات دوام لري او ډير ژر به هغه سيمې چې طالبانو نيولي بيرته د دولتي ځواکونو لاسته ورشي.
خو په دغه ولايت کې د دولت د تازه عملياتو په اړه وسله والو طالبانو او سيمه ييزو چارواکو څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-
















