سیرت النبي صل الله علیه وسلم

لیکوال: صفي الله رائد

 پرلپسې اوومه برخه – د فجار جګړه

د فجار جګړه په داسې حال کې ونښته چې رسول الله(صل الله علیه وسلم)

پنځه لس کلن و، په دې جګړه کې قریش او کنانه یوې خواته او قیس عیلان بلې خواته وو. د قریشو او کنانه مشري د حرب بن امیه په غاړه وه ځکه هغه له ټولو نه مشر  او د زیات شرف خاوند و.

د ورځې په لومړي سر کې قیس په کنانه باندې برلاسي وه، خو د ورځې په نیمایي برخه کې د جنګ حالت بدل شو او بری د کنانه په برخه شو، دې جګړې ته ځکه حرب الفجار وایي چې په دې سره د حرم شریف او دحرم دمیاشتې حرمت تر پښو لاندې شوی و.

رسول الله صل الله علیه وسلم هم په دې جګړه کې برخه درلوده او خپلو ترونو ته به یې غشي برابرول.

حلف الفضول

له دې جګړې نه وروسته د ذي القعدې په میاشت کې چې د حرم له میاشتو څخه ده حلف الفضول (د فضول تړون) ترسره شو. د دې کار اهتمام د قریشو ځينو کورنیو لکه بني هاشم، بنوالمطب، اسد بن عبدالعزی، زهره بن کلاب او تمیم بن مروه کړی و. ټول د عبدالله بن جدعان التیمي په کور کې چې مشر او دشرف خاوند و، سره راغونډ شول او داسې عهد او تړون یې وکړ چې: په مکه کې به له هر مظلوم سره ولاړ وي دهر مظلوم سره به مرسته کوي هغه که د دې ځای اوسېدونکی وي او که د بل ځای، او تر هغه به د مظلوم خوا نه پرېږدي تر څو يې له ظالم نه ورته خپل حق نه وي اخیستی. رسول الله صل الله علیه وسلم هم په یاد تړون کې ګډون درلود. او کله چې په رسالت مشرف شو نو فرمایل به یې: لقد شهدت مع عمومتي حلفا في دار عبد الله بن جدعان ما أحب أن لي به حمر النعم ولو دعيت به في الإسلام لأجبت.

(زه د عبدالله بن جدعان په کور کې په یو داسې تړون حاضر وم چې د هغه په بدل کې سره اوښان هم نه خوښوم او که چېرته اوس داسلام په دور کې هم ورته ور وبلل شم نو لبیک به ورته ووایم.)

دغه تړون او دتعصب په اساس جاهلي حمیت (غیرت) یو له بل سره تناقض او منافات لری. د دې تړون، سبب او علت په هکله ویل کېږي چې د زبید قبیلې یو سړی مکې ته څه سامان راوړی و، چې عاص بن وائل السهمي په بیه ترې نه واخیسته خو بیا یې دهغه حق ادا نه کړ، نوموړي سړي په دې هکله له ملګرو، قبیلو لکه عبد الدار، مخزوم، جمح، سهم او عدي نه مرسته وغوښته، خو هیچا هم ورته کومه توجه ونه کړه او خبره یې وا نه ورېده، نو هغه دابي قبیس غره څوکې (سر) ته وخوت او په لوړ اواز سره یې داسې اشعار وویل چې خپل مظلومیت ته یې پکې اشاره کوله. زبیر بن عبدالمطلب دې خوا ته متوجه شو او وې ویل: داسړی ولې داسې بې یاره او مددګاره دی؟

زبیر یوې خوا اوبلې خوا ته ولاړ او په پای کې مخکې یادې شوې قبیلې سره راټولې شوې، دا تړون یې لاسلیک کړ او بیا عاص بن وائل ته ورغلل او د زبیدي حق یې ورنه واخیست.

مختصر سیرت الرسول ص ۳۰-۳۱ . ابن هشام ۱/۱۱۳-۱۳۵

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button