(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۵ فرید افغان)
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د افغانستان رادار سیستم د کنټرول، ساتنې او څارنې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د افغانستان د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې او د تالیس (THALES) الماني شرکت ترمنځ وشو.
د هوانوردي ادارې رسنیو ته ویلي چې دا اداره غواړي په افغانستان کې د رادار پرمختللی سیستم نصب کړي.
د دې ادارې مشر محمد شاه حبیبي، نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په همدې اړه وویل چې هڅه کوي ترڅو نوی پرمختللې راډار سیسټم په نږدې راتلونکي نصب او کار اخیستلو ته چمتو کړي.
د ارګ څخه خپرې شوې خبرپاڼې ویلي چې د دغه سیستم پر تطبیق ۲۴ میلیون یورو لګښت راځي، چې د یوه کال د حفظ و مراقبت لګښت یې ۸،۴۸۴ میلیون یورو کېږي چې په اجرا کېدو سره به یې هوايي ترافیکي خدمتونه زیات شي او الوتکې کولای شي تر ۲۷ زره فټه لوړه الوتنه وکړي.
د هوانوردۍ ادارې ویلي چې د نوې رادار سیستم له نصبولو سره به له یوې خوا د دې ادارې ظرفیتونه لوړشي، او له بل لوري به په هېواد کې د هوانوردي په برخه کې د نورو هوایي شرکتونو له خوا د پانګه اچونې لپاره هم لاره هواره شي.
باید وویل شي چې تیر کال افغان حکومت ته د ناټو ځواکونو لخوا د هوایي حریم کنترول وسپارل شو خو لا تر اوسه هم د افغانستان هوایي حریم د امریکایانو په ګډون د ډیرو ملکونو تر سیطرې لاندې ده چې د سرچینو له قوله افغان حکومت لاهم د خپل هوایي خط سیر پوره واکمنی نلري.


















