يوسف احمدي: سرپل کې د ولسي خلکو وژل حقيقت نه لري

راپورتاژ: الماس خدرخېل—-

د سرپل ولايتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د صياد ولسوالۍ په ميرزاولنګ سيمه کې په ډله ييزه توګه ولسي خلک وژلي دي، خو طالبان يې ردوي او وايي چې د دولتي چارواکو ادعا دروغ او حقيقت نه لري.

د صياد ولسوالۍ ميرزاولنګ مهمه سيمه او د محلي پوليسو پوستې وسله والوطالبانو د شنبې په ورځ له دولتي ځواکونو ونيولې، چې پکې لسګونه تنه محلي پوليسو ته هم مرګ ژوبله ورسېده.

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د ماشومانو او ښځو په ګډون د دې سیمې د ۳۰ او ۴۰ تر منځ اوسېدونکي یو ځای په ډزو وژلي دي.

خو د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د سرپل د والي دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې چارواکي غواړي خپل شکست په دغسې دروغو افواهاتو کې پټ کړي.

احمدي ويلي: (مونږ د ماتې خوړلي دښمن دغه ادعا په کلکه ردوو).

نوموړی وايي، کله چې طالبانو ياده سيمه له دولتي ځواکونو ونيوله، د سيمې خلک يې راجمع کړل او ټولو ته يې د سر و مال د ساتنې اطمنان ورکړ .

د هغه په وينا، چې د سيمې خلک ډير خوشحاله شول او له طالبانو يې په يوه خوله ملاتړ اعلان کړ او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

د طالبانو وياند ويلي، کله چې چارواکي خبر شول چې د سيمې خلکو له طالبانو ملاتړ اعلان کړی، نو د دروغو غلط راپورونه يې خپاره کړل، ترڅو د عامو خلکو ذهنيتونه له طالبانو تورن کړي.

نوموړی وايي، (څه موده وړاندې چې د غور ولايت تيوره ولسوالۍ دوی ونيوله، نو حکومتي چارواکو د دروغو راپورونه خپاره کړل، چې هلته يې ډاکټران وژلي او روغتونونه يې تخريب کړي دي او زياتوي چې اوس ياده ولسوالۍ کې جنګ نشته سيمې ته دې خبريالان ورشي او هغه چې دوی ويل چې ډاکټران وژل شوي او کلينيکونه تخريب شوي، له هغې دې راپور جوړ کړي چې ايا رښتيا هم دا کار شوی او که د چارواکو تبليغات و، مونږ باور لرو چې دغه کار نه دی شوی).

قاري يوسف وايي، چې د ميرزوالنګ سيمې د نيولو په جګړه کې ۲۸ تنه محلي پوليس وژل شوي، چې وسلې يې هم د دوی لاسته ورغلي او د وژل شويو پوليسو جسدونه يې د سپينګيرو په توسط خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي او له دې هاخوا هيڅ ډول مرګ ژوبله نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د سرپل د ولايتي شورا رئيس محمد نور رحماني رسنيو ته وويل، چې داعش ډلې له ميرزاولنګ سيمې څخه ۲۷ تنه بزګر يرغمل کړي و، چې ټول يې وژلي دي.

نوموړي ادعا کړې وه، چې دغه کسان د شيرمحمد غضنفر په نوم د داعش ډلې د يو قوماندان د کسانو له لوري وړل شوي او وژل شوي دي.

رحماني وايي، چې دوی هڅه کوله چې له داعش ډلې دغه وګړي راخلاص کړي خو په سيمه کې د دولتي ځواکونو، طالبانو او داعش ډلې د جګړو له امله يې دغه کار ونه شو کړای.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button