طالبانو د سعودي سفارت څرګندونو ته غبرګون ښوودلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶ فرید افغان)
تیره ورځ د سعودي سفارت شارژادفیر مشاري بن مزعل الحربي بي بي سي سره په یوه مرکه کې دافغانستان په هکله د دې هیواد په پالیسي او ځینې نورو مواردو څرګندونې وکړې.
سعودي سفیر په څرګنده په قطر کې د طالبانو له پرانیستي سیاسي دفتر سره مخالفت ښکاره کړ او ویې ویل چې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د سياسي فضا له چوکاټه بهر دی او تر ډېره له بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو اړيکې ټينګوي.
نوموړي په قطر هم تور ولګاوو چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي‹‹ موږ باوري یو چې د خبرو او سیاسي چوکاټ د ننه د قطر دولت د طالبانو ډېری مالي ملاتړ کې ښکېل دی››
نوموړي تور ولګاوو چې طالبان دیاد دفتر له لارې له نورې نړۍ سره اړیکې ټینګوي او د ځینو هیوادونو څخه د بسپنو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي وویل چې د سعودي باچا او افغان ولسمشر اشرف غني ترمنځ خپل منځي تفاهم موجود دی.
مشاری الحربي وايي، حکومت یې طالبانو ته د ترهګرې او حکومت ضد ډلې په سترګه ګوري.
بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سعودي سفارت یادې څرګندونې له حقیقته لرې بللې دي.
نوموړي ویلي دي چې د قطر دفتر یې دسیاسي موخو او سولییزو هڅو پخاطر دی نوموړي ویلي چې ‹‹ په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر یوازی د افغانستان د مسئلې د سیاسي حل لپاره شتون لری. دهمدې لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا مامور شوی چې دا پخپله د سوله ایز حل لپاره د اسلامي امارت ژمنتیا څرګندوي. سیاسي دفتر تراوسه ټولې هڅې یوازې د همدې مقصد لپاره ترسره کړی او ترسره کوی یې››
طالبانو په سعودي غږ کړی چې هیواد یې اشغال دی او ولس یې د امریکا په وړاندې په جهادي روحیه راپاریدلی دی نو باید سعودي د افغان جګړې په حل کې خپلې هڅې وکړي
‹‹زموږ توقع داده چې سعودي عربستان به د افغانستان د مسئلې په حل او د اشغال په ختمولو کې مثبت رول ولوبوي. ››
باید وویل شي چې په قطر باندې د سعودي په مشرۍ د عرب هیوادونو د بندیز وروسته سعودي هڅه کوي ترڅو د قطر په وړاندې خپل دریځ لا قوي کړي ترڅو یې نړیوالو ته د وسلوالو ډلو د ملاتړي هیواد په حیث وروپیژني.
شنونکي وایي چې امریکا ښایي سعودي هڅولی وي چې د طالبانو په وړاندې خپل دریځ لاتوند کړي.
دیادونې وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال سعودي له هغو ګوت شمیرو هیوادونو څخه ؤ چې د طالبانو واکمني یې په رسمیت پیژندلې وه.



