داکتر عبدالله: د Cia مشر په پټه د کابل له چارواکو سره لیدنه کړې ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۶ فرید افغان)

نن ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې اجرایه ریس داکتر عبدالله د امریکا د استخباراتود مشر له پټ راتګ څخه پرده پورته کړې ده.

داکتر عبدالله ویلي چې څه موده وړاندې د (CIA) مشر مایک پمپیو افغانستان ته راغلی ؤ او په مختلفو مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي چې د یادې استخباراتي ادارې مشر د خپل سفر په لړ کې یواځې له ده (داکترعبدالله) او اشرف غني سره کتلي دي.

عبدالله ویلي چې د سي آی اې مشر ورسره په امنیتي مسایلو اوږدې خبرې کړې او همداراز یې ژمنه ورسره کړې چې د خپلو افغان ملګرو سره به اوږدمهالې مرستې کوي او همداسې به یې نه پریدي.

نوموړي ندي ویلي چې د یادې استخباراتي ادارې مشر څه وخت افغانستان ته راغلی ؤ، خو ویلي یې دي چې
چې پمپیو له ولسمشر غني سره په کتنه کې پر ځينو مهمو مسایلو خبرې کړې دي او همدا راز یې د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیک امنیتي تړون د ټولو مادو پلي کولو ته تیاری ښوودلی.
باید وویل شي چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د امریکايي چارواکو پټ او ښکاره سفرونه ډېر شوي، چې ښايي موخه یې د افغانستان په اړه د امریکا د جوړېدونکې ستراتیژۍ پر سر بحثونه وي.
بلخوا د امریکا خارجه وزارت خبر ورکړی چې ښایي امریکا ډیر ژر د افغانستان په اړه خپله پالیسي اعلان او د ژمنې سره سم تر ۴ زرو امنیتي سرتیري دې هیواد ته ولیږي.
د یادونې وړ ده چې د امریکا په سنا کې د افغانستان په اړه د ستراتیژۍ په جوړولو پراخ اختلافات لا هم شته د ګډحکومت په پرلپسې غوښتنو امریکایي دفاع وزیر متیس او کابل میشتی جنرال نیکولسن هم د سرتیرو د زیاتوالي ته ترجیح ورکوي خو ټرمپ اوسلاکار یې بیا د دې چارې څرګند مخالفت کوي.
معلومه نده چې یاد امریکایي عسکر به کله افغانستان ته رسیږي خو له مخکې ورته په دریو بیړیو کې د ۶۰۰ ټانګونو به ګډون پراخ نظامی تجهیزات او وسایل د کراچۍ د بندر له لارې رسیدلي دي.
شنونکي وایي چې امریکا غواړي پدې سره په جګړه کې ښکیلو امریکایانو او داخلي عسکرو ته روحیه ورکړي.

Via
د سي آی ای مشر

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button