عطانور: حکومت له پښو غورځوو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۶)
د بلخ والي او د جمعيت ګوند اجرائيوي مشر عطاء محمد نور ويلي، چې د دوی درې ګونی ائيتلاف غواړي له حکومت سره مذاکرات وکړي، خو که د دوی مذاکراتو ته ارزښت ورنکړل شي نو حکومت به له پښو وغورځوي.
عطاء نور د ناهيلۍ ډکې دغه څرګندونې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې کړي او زياته کړې يې ده، چې هغه وخت به خپله تګلاره بدله کړي، کله چې د افغان حکومت له لوري ورته منفي ځواب ورکړل شي.
هغه وايي، چې دوی به په حکومت فشار راولي او د هوايي ډګرونو او دولتي ادارو واک به په خپل لاس کې واخلي او اوسنی نظام به له پښو وغورځوي.
د عطا نور په خبره، چې امريکا ورسره ښه نه کوي چې د ولسمشر غني ملاتړ کوي او دوی ته هيڅ نظر نه کوي.
هغه د طالبانو دورې ته په اشارې سره ويلي، چې هغه وخت غني نه و، هغه موږ وو چې د طالبانو پر وړاندې مو جګړه وکړه او د امريکا ننګه مو وکړه او زياتوي، (دا به سمه نه وي چې امريکا له مونږ څخه د اړتيا پر مهال ګټه اخلي، خو پرته له اړتيا مو لکه د پيپسي د تش بوتل په څېر هاخوا غورځوي).
څه موده وړاندې عبدالرشید دوستم، محمد محقق او عطا محمد نور د حکومت پر ضد په ترکیه کې (د افغانستان د نجات لپاره د ايتلاف عالي شورا) په نوم یو نوی ايتلاف جوړ کړ.
دوی وايي چې دا ايتلاف یې د هیواد سختو سیاسي او امنیتي شرایطو ته په کتو جوړ کړی دی.
خو شنونکي دغې درې ګوني اييتلاف ته په ښه نظر نه ګوري او وايي، چې د نوي اييتلاف جوړېدل د هيچا په ګټه نه دی.
د تېرې جولای مياشتې په ۱۸ نېټه د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم غوښتل چې د نوي جوړ شوي اييتلاف د اعلان په مراسمو کې ګډون وکړي، خو الوتکې ته يې د افغانستان پر خاوره د کيناستلو اجازه ورنکړل شوه.



