طالبانو د قطر سیاسي دفتر لپاره نوی مشر او مرستیال ټاکلي

کابل ټکی کام (پنج شنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل)
شيرمحمدعباس ستانکزي رسما د طالبانو د قطر د دفتر لپاره رئیس مقرر شو ، نوموړی تردې د مخه د نوموړي دفتر سرپرست مرستيال وه .
شیرمحمد ستانکزی له دې وړاندې د طالبانو د قطر د دفتر غړي په حیث دنده ترسره کوله، خو د دغه دفتر پخواني مشر طیب آغا له استعفی وروسته د طالبانو د نوي امير ملا اخترمحمد منصور له لوري سرپرست مشر ټاکل شوی وه .
طالبانو ته نزدې سرچينو ويلي دي، چې شيرمحمد ستانکزي په رسمي توګه د دغه دفتر مشر او ملا عبدالسلام حنفي چې د دغه دفتر غړی وه د مرسیتال په توګه ټاکل شوي دي .
شیرمحمد د عباس کلي، شاه مزار سیمه، بره کي برک ولسوالۍ لوګر ولایت کې زیږېدلی دی.
نوموړي لوړې نظامي زده کړې یې په هندوستان کې له هغو افغان محصلینو سره یو ځای چې د محمد داود خان له خوا هندوستان ته لېږل شوي وو، تر سره کړې دي، په ۱۳۶۰ هـ ش کې د تعلیم له بشپړېدو وروسته عملا د روسانو پر خلاف په جهادي لیکو کې شامل شو، په لومړي سر کې په جمعیت اسلامي او بیا په اتحاد اسلامي تنظیم کې د نظامي استاد په حیث دنده تر سره کوله او د حرکت انقلاب اسلامي د ګوند د عمومي نظامي مسول په توګه یې د نجیب د حکومت تر سقوط پورې دنده تر سره کړې ده.
د کورنیو جګړو پر مهال ستانکزی صاحب په کور کیناست، کله چې د طالبانو اسلامي تحریک را پورته شو ور سره یو ځای شو، په لومړي سر کې د کندهار د خارجه ارتباطاتو مرستیال وټاکل شو، او بیا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت معین، او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دنده تر سره کړې ده.
کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ، ستانکزی صاحب له نورو ملګرو سره په ګډه په نظامي او سیاسي برخه کې په فعالیت پیل وکړ، فعلا د طالبانو داسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر او د شوری غړی دی،
په پښتو، انګلیسي، دري او اردو ژبو پوره برلاسی دی.
ښاغلي عباس په ډیری هغو ناستو او غونډو کې د طالب پلاوي مشري کړې، کومې غونډې او ناستې چې د دفتر مربوطه په نړيواله کچه ترسره شوي دي .
ملاعبدالسلام حنفي چې دیاد دغه دفتر مرستیال ټاکل شوی د ګردن په کلي، قوشتپه درزاب ولسوالۍ کې زیږېدلی دی، نوموړې ولسوالۍ مخکې د فاریاب ولایت مربوط وه، او اوس د جوزجان ولایت مربوط ده.
لومړنۍ زده کړې یې یې دشیربیګ په ښوونځي کې کړې دي، وروسته د ګردن کلي په مدرسه کې شامل شوی, او خپلې زده کړې یې د سیمې له علمای کرامو نه کړې دي. وروسته یې بیا د ګاونډي هېواد پاکستان په پېښور او کراچۍ کې په مختلفو مدرسو له لویو علمای کرامونه نه نور علوم ویلي دي. له فارغېدو وروسته یې په تدریس پیل وکړ.
کله چې په قندهار کې د طالبانو اسلامي تحریک دعالیقدر امیر المومنین په مشرۍ را څرګند شو، مولوي صاحب حنیفي له خپلو طالبانو سره ور سره یو ځای شو، کله چې د فراه ولایت ونيول شو د نوموړي ولایت د تعلیم اوتربیې د رئیس په توګه وټاکل شو.
کله چې کابل ونيولشو، د یو څه مودېلپاره د معارف وزارت سرپرست، اووروسته بیا د نوموړي وزارت د تدریسي معینیت دنده ور له غاړه شوه.
د ازبکي ژبې ترڅنګ په ترکمني، دري، پښتو، اردو، عربي، انګلیسي، روسي، قیرغزي او قزاقی ژبو خبرې کولی شي.
له امريكايي یرغل وروسته د څه وخت لپاره د طالبانو له د جوزجان ولایت د مسوول په توګه وټاکل شو، او اوس د سیاسي دفتر او رهبرۍ شورا غړی دی.
د قطر هېواد کې د طالبانو دغه دفتر په ۲۰۱۳م کال کې پرانیست او بیا د اسلامي امارت د نامه او بیرغ پر سر له راپورته شویو مخالفتونو له امله طالبانو دغه دفتر بېرته د اعرتاض په ډول وتاړه .
سره له دې چې یاد دفتر د طالبانو له لوري تړل شوی دی ، له دې سره سره ددوي ديپلوماتیکي چارې روانې دي او د دغه دفتر استازي د نړۍ مختلفو هېوادونو ته سفرونه کړي لکه جاپان، فرانسې، چین، ناروې، ایران او همدت رنګه نورو هېوادونو ته .
بدرالدین ځواک



