سعودي: د نامالومه وسله والو په ډزو دوه امنيتي سرتېري وژل شوي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۸
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت ويلي دي، چې ننه سهار د دې هېواد ختيځ لور ته په القطيف ښار کې د نامالومه وسله والو په ډزو دوه امنيتي سرتېري وژل شوي دي.
السعوديه خبري اژانس د کورنيو چارو وزارت د وياند له خولې ليکلي، چې پر پوليسو بريد هغه مهال وشو، چې په ياده سيمه کې په ګزمه بوخت و.
سرچينه وايي، چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي، خو په وينا تر دې دمه يې د لامل په اړه څه نه دي ويلي.
د القطيف دغه سيمه چې پېښه په کې رامنځته شوې ده، ډېری اوسېدونکي يې شيعه ګان دي.
لس ورځې وړاندې هم د القطيف په حي الخويلديه سيمه کې د ډزو په ترڅ کې يو پوليس او دوه ولسي وګړي ټپيان شوي و.
د يادو بريدونو پړه هيچا پر غاړه نه ده اخستې.



