ننګرهار کې د ولايتي شورا د يو غړي سکرتر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷)
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ مخې ته د غلام محمد څلور لارې سيمه کې د ولايتي شورا د يوه غړي اجمل عمر پر سکرتر ډزې کړي او وژلی يې دی.
د ولايتي شورا مرستيال لعل محمد دراني رسنيو ته ويلي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې موټرسايکل سپرو وسله والو د اجمل عمر پر سکرتر ميرمحمد ملاخېل ډزې وکړې او ځای پرځای ووژل شو.
د ننګرهار د والي وياند وايي، له بريد وروسته وسله وال په تېښته بريالي شوي خو موټرسيکل ترې په سيمه کې پاتې شوی دی.
نوموړی وايي، چې د دغه برید په اړه امنيتي ارګانونو پلټنې پيل کړي دي.
د ولايتي شورا وکيل اجمل عمر وايي، سکرتر يې هېڅ شخصي دښمني نه درلوده او د هدفي وژنو ښکار شوی دی.
په دې ورستیو کې د جلال اباد ښار د ننه هدفي وژنو زور اخیستی چې پولیس یې په نیولو کې تر دې دمه پاتې راغلي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
-الماس خدرخېل-



