نن هغه طالب بشر ضد او دی بشر پال شو

مسعود آرین
خپل جرم ورته هېڅ ښکاري او له سره یې جرم نه ګڼي. که یې ومني هم بیا د یو ناڅیز څیز په څېر یوه وړه بښنه غواړي. خپل هغه وحشتونه ترې هېر دي چې د بشریت په تاریخ کې به یې ساری هم ونه موندل شي.
نور خلک که هر څه وکړي خو د دوی د دې یوې بشر ضد کړنې برابره نه ده چې د یو هیواد په حریم یې ناروا تیری وکړ، د هغوی آزادي یې ولوټله، انسانان یې د مېږو په شان ووژل او هغه څه یې وکړل چې یو انسان به یې له حیوان سره هم ونکړي، خو که یې وکړي هغه نو بیا تر حیوان هم بدتر دی.
دا خبرې مې تر دې وکړې چې د په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې طالبان د شر خلک دي او د خلکو له وژنو څخه خوند اخلي.
په دې وروستیو کې چې طالبانو د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې خپلو بریدونو زیات زور ورکړی او د ولایاتو مرکزونه یې تر ګواښ لاندې راوستلي. افغان حکومت چې د جګړې په ډګر کې د ماتې تر سرحده رسېدلی، د خپل عادت په بنیاد یې په طالبانو پسې راخستي چې په لړ کې یې دا څو ورځي کیږي د ښورابک د بند غوندې بې اساسه او بې بنیاده ادعا راپورته کړې چې طالبانو په سرپل کې عام خلک وژلي دي.
طالبانو خوارانو چې پردی ټوک یې خوړلی، مال، اولاد، مور، پلار، کور او هر څه یې پرې ایښي خو د خپل ولس لپاره یې تقریباً دوه لسیزې کیږي هر قسم قرباني ورکړې او د خپل اولس د ښیرازۍ لپاره یې له خپله تنه سر هم بیل کړی. به کوم سالم عقل ومني چې څوک دې دا هر څه د یو چا لپاره کوي او بیا دې هغه څوک وژني هم؟ نه
د دې حیوان صفتو انسانانو د تیرو څو میاشتو وحشتونه او جنایتونه له یاده وتلي دي او که هغه ورته وحشت او د بشر په حقوقو تیری نه ښکاري چې په قندوز،هلمند،روزګان،ننګرهار،وردګ غزني او زابل کې یې ترسره کړل،سلګونه بې ګناه افغانان یې ووژل او له اعتراف وروسته یې یوه وړه وړه بښنه هم په ضمن کې ورسره وغوښته.
نن هغه طالب چې د داسې بشر ضده انسانانو په مقابل کې سپر ولاړ دی او د خپل مظلوم ولس انتقام او غچ ترې اخلي،خپل محکوم او مظلوم ولس د لیوانو له پنجو څخه ژغوري بشر ضده شو او دی لالا بشر پال شو.



