سعودي سفیر: په سیمه کې د امریکا سیاستونه ستایي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۷ فرید افغان)

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په امریکا کې د سعودي د سفیر له قوله لیکلي چې سعودي د امریکا د نوي مشرتابه له کړنلارو خوښ دی.
د سعودي سفیر امیر خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ویلي چې سعودي ته د ټرمپ له سفر وروسته یې له امریکا سره اړیکې تر پخوا ډیري ښې شوې دي .
سفیر ویلي چې په منځني ختیځ کې په تیره بیا د عربي نړۍ او ایران پر وړاندې د ټرمپ سیاستونه ستایي او ګټور یې بولي.
د سعودي سفیر وویل چې د ترهګرو، وسلوالو ډلو په وړاندې د امریکایي ولسمشر سیاست پځای دی او باید لا دوامداره شي.
سفیر همداراز په قطر هم نیوکې کړې او دا هیواد یې د وسلوالو ډلو په مالي ملاتړ تورن کړی دی. .
سفیر د دې پخاطر چې د امریکا له نوې غرامې څخه ځان خلاص کړي اسامه بن لادن ترهګر بللی او له دې خبرې څخه چې نوموړی د سعودي تبعه ؤ انکار کړی دی.
باید وویل شي چې پدې ورستیو کې د امریکا کانګریس د «جاسټا» په نامه یو قانون منظور کړ چې له مخې یې د ۱۱م سپتمبر قربانیان کولای شي چې د سعودي څخه بدل وغواړي ځکه چې په بریدګرو کې ددغه هیواد اتباع زیات وه.
سفیر ویلي چې له اسامه څخه یې آن هغه مهال چې نوموړی په سوډان کې ؤ تابعیت اخیستی ؤ.
خالد بن سلمان ویلي دوی د هیڅ وسلوالې ډلو سره اړیکې نه ساتي او امریکا ته په سیمه کې د یو متحد ملګري په حیث ګوري.
باید وویل شي چې سعودي ته د ټرمپ له سفر وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې بې مخینې ټینګې شوې دي.
د چارو څارونکي وایي چې سعودي د امریکایانو په فرمایش له قطر سره هم اړیکې پرې کړې او دومره امتیازات چې سعودي امریکا ته ورکړل بل هیواد نه ؤ ورکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button