د افغان دولت لخوا امریکا ته استول شوي لسګونه نظامي او ملکي کسان ورک دي:

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۷ فرید افغان)
راپورونه وایي چې په تېرو دوو کلونو کې د ۱۵۰ په شاوخوا کې نظامي افسران، د پوهنتون استادان، ملکي مامورين او د مدني بنسټونو اړوند فعالين چې امريکا ته د د ګډحکومت لخوا استول شوي وو، خپل هیواد ته بېرته نه دي ستانه شوي.
سرچینو ویلي له ٢٠١٥ زېـږديز کال راهيسې شاوخوا ١٥٠ افغانان چې په بېلابېلو برخو کې د روزنې لپاره امريکا ته تللي وو ځیني يې په امريکا کې پاتې شوي او ځيني نور يې بيا کاناډا ته د تیښتې او هلته د میشتیدو هڅې کړې دي.
واشنګټن میشتي فعال بشیر صافي رسنیو ته ویلي چې د تښتیدلو افغانانو ډیری یې نظامیان دي او د ملکي کارکونکو شمیره ټیټه ده .
نوموړي ویلي چې اکثریت پوځیان د جورجيا ايالت کمپ مودي روزنيز مرکز او جورج مارشال ښوونځي څخه ورک شوي دي چې په نظامي چارواکو کې يې ان تر دوه ستوريزو جنرالانو پورې هم شتون لري.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دا موضوع مني او په وینا یې چې دبېلابېلو امريکايي ادارو او له هغو افغانانو سره چې دلته د روزنې لپاره راغلي ؤ په اړيکه کې دي.
بلخوا د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزيري ویلي چې دی له دې چارې خبر ندی او په وینا یې که تښتیدلي کسان یې وپیژندل دوى به یې ضمانت کوونکي کسان راغواړي، څو هغه لګښتونه ترې واخلي چې پر يادو کسانو شوي دي.
باید وویل شي چې پدې وروستیو کې نه یواځې په امریکا کې بلکه په ډیری اروپایي هیوادونو کې د افغان دولت سلګونو ملکي او نظامي چارواکو د تیښتې هڅه کړې ده چې بیا یې دولت هیڅ پوښتنه نده کړې.
سرچینې وايي چې اوس هم ډیری کسان هڅه کوي ترڅو د افغان دولت په پیسو او امکاناتو ځانونه په مختلفو لارو لویدیځو هیوادونو ته وروسوي تر څو هلته د هوسا او آرام ژوند په لټه کې شي



