
د نړۍ لس وژونکې څېرې
ژباړه: خوشال درانی
۱ـ «اتیلا» د هون له قبیلې نه و. په پنځمه زېږدیزه پېړۍ کې يې ژوند کړی. پنځه سوه زره جنگیالي یې لرل. د روم د امپراتورۍ په ختیزه برخه یې حمله وکړه او هلته یې عامه وژنه وکړه. اتیلا دومره ظالم و، چې خپل ورور یې هم وواژه. ویل کېږي د ده د عامه وژنې له امله د وینو ویالې بهیدلې وې.
۲ـ جوزف منگله: دی فزیک پوه و او د خپلو ازماېښتونو لپاره یې په زرگونه انسانانو ازموینې کړې وې. منگله د نازیانو په اردو کې د «مرگ پرښتې» په نامه سره مشهور و. منگله یوازې په غازو سره څلور سوه زره انسانان وژلي وو.
۳ـ جوزف سټالین: له ۱۹۲۲ څخه یې تر ۱۹۵۳ کال پورې یې شل میلیونه انسانان وژلي او یا یې له خپل هېواده شړلي وو. سټالین درې لسیزې خلک په شکنجو، ځورونو، وهلو او ټکولو له امله یا وژل او یا یې له هېواد بهر تللو ته مجبورول. سټالین په ۱۹۱۲ زکال د خپل ځان لپاره د سټالین نوم غوره کړ، چې کلک او د پولادو څخه جوړ شوي معنی یې لرله؛ غوره کړ. سټالین هر هغه څوک وژل، چې د ده به خوښ نه وو. په ۱۹۵۳ز کال خپله هم مړ شو.
۴ـ پُل پات: دکامبوج هېواد مشر و، چې د خپل هېواد دوه میلیونه انسانان یې ووژل. پل پات ښځې، ماشومان او سړي شکنجه کول او دې ته یې مجبورول، چې تر اخري سلگۍ کار وکړي او که کوم کس به له کار څخه پورته او یا به یې تېروتنه وکړه، هغه یې هم واژه.
۵ـ ولاد دراکولا: په ټوله اروپا کې په زړورتیار، وحشت، بېرحمۍ او وژنو مشهور و. د ده په قلمرو کې یوازې وحشت او وژنې وې او د «مېخ ویستونکي» لقب یې گټلی و. دراکولا به د وژل شویو دوه لاسونه او دوه پښې په اس پورې وتړلې او اسونه به یې مجبورول، چې په دوه مخالفو لوریو حرکت وکړي.
۶ ـ اډولف هټلر: په ۱۹۳۳ز کال کې د المان لومړی وزیر وټاکل شو، چې د ده په وخت کې دویمه نړیواله جگړه هم پیل شوه. هټلر په لهستان کې په سلو کې نوي یهودیان ووژل او نږدې پنځه میلیونه انسان یې ووژل. هټلر په اخره کې خپله ځانوژنه وکړه او خپل ژوند ته یې د پای ټکی کېښود. هټلر په دې باوري وو، چې لومړۍ نړیواله جگړه یې د یهودو له لاسه بایللې ده.
۷ ـ ایوان مخوف: دی د نړۍ وحشي، ظالم او بېرحمه انسان و. ده زرگونه انسانان وژلي. مخوف به ماشومان وتړل، چې له لوږې ومري؛ خو د ماشومانو والدینو ته به یې ویل، چې د دوی په مخ کې ډوډۍ وخوري او ماشومانو ته به ډوډۍ نه ورکوي. ده له لسگونه ښځو سره ودونه وکړل او بیا یې ټولې ووژلې.
۸ ـ کالیگولا: دی له میلاده مخکې تېر شوی. ده یوازې انسانان د تفرېح او ساعتېرۍ لپاره وژل. ده به لسگونه انسانان وتړل او بیا یې پرې وږي زمري راپرېښوول، چې دوی وخوري او ده به له دې نندارې څخه خوند اخیسته. ده به د ښایسته ښځو خاوندان مجبورول، چې خپلې ښځې ته ده ورکړي. اخر کې یې خپل ساتونکي وواژه او خلک یې د ده له بېرحمۍ څخه خلاص کړل.
۹ ـ نرو: دی د روم پنځم ظالم، عیاش او وحشي مشر و. دی د انسانانو د وینو تږی و او خپل وروڼه، پلار او مور یې هم ووژل. ده زرگونه انسانان یوازې ددې لپاره وژلي، چې د هغوی له مرگه خوند واخلي. ده ځینې ښارونه وسوځول او ددې پړه یې په عیسویانو واچوله، چې وروسته یې زرگونه عیسویان هم له تېغه تېر کړل. کله چې یې د ژوند وروستۍ شېبې وې خپله مرۍ یې پرې کړه او مړ شو.
۱۰ ـ الیزابیت باتوري: په ۱۵۶۰ ز کال زېږیدلې ده. دې فکر کاوه، چې د انسان په وینو لامبل پوستکی تازه ساتي او ددې لپاره یې زرگونه نجونې ووژلې. دې یوازې د خپلې لامبه لپاره ۶۵۰ نجونو وینه تویه کړه. دې د خپل ژوند وروستي څلور کلونه په یوه خونه کې تېر کړل او وروسته مړه شوه.



