چین او ترکیه کې خونړۍ زلزلې شوې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
د چین رسمي خبري آژانس خبر ورکړی چې د چین په جنوب لویدیځ سیمه کې سخته زلزله شوې چي ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
چینايي رسنۍ وایي د ریختر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې د سېلانیانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي او تر ۱۷۵ ډېر نور ټپیان دي.
د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چي زلزله خورا ویرونکي وه او ډیر مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
خبرونه وایي چي سیمې ته بیړنۍ مرستې رسیدلې او د ټپیانو درملنه یې پيل کړې ده.
بلخوا د ترکیې په ساحلي ښار بودروم د ۵،۳ درجې په ځواک زلزله شوې ده.
د یادې زلزلې د تلفاتو په اړه تر اوسه راپور ندی ورکړل شوی.



