پنجشير: ترافيکي پېښه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۸)

د افغانستان په شمال د پنجشير په ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پنجشير ولايتي چارواکي وايي، چې پېښه د دغه ولايت د بازارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، په دغه پېښه کې څلور تنه مړه شوي او ۷ کسان نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، یو مازده ډوله موټر چې د موټرچلوونکي د بې احتياطۍ له امله چپه شوی او په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ويل شوي، چې د پېښې قربانيان ټول د سمنګان ولايت اوسېدونکي دي، چې دغه ولايت ته د کار کولو لپاره ورغلي و.

د پېښې ټپيان روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي او روغتيايي مسئولين وايي چې حالت يې ښه نه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button