شمالي کوریا په ګوام جزیره کې د امریکا په پوځي اډه د برید تابیا نیولې

شمالي کوریا په ګوام جزیره کې د امریکا په پوځي اډه د برید تابیا نیولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)

وروسته له هغه چې ټرمپ شمالي کوریا ته توند اخطار ورکړ د دې هیواد رسنیو خبر ورکړی چې شمالي کوریا په آرام سمندرګي کې د امریکا پر یوه نظامي اډه د برید تابیا نیسي.

د شمالي کوریا رسنیو د هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې هیواد یې غواړي په ارام سمندرګي کې پر ګوام جزیره، چې د امریکا ستره نظامي اډه پکې ده، برید وکړي.
د شمالي کوریا خبري اژانس وايي، ګوام ته د منځ واټنه توغندي پر توغولو غور کوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: “غوره ده شمالي کوریا امریکا ونه ګواښي، دا هېواد به له داسې اور او غوسې سره مخ شي چې نړۍ هیڅکله هم لیدلی نه دی”.
ځینې راپورونه وایي چې د شمالي کوریا بیانیه د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو مخکې صادره شوې وه، خو د دغه هېواد رسمي خبري اژانس یې خپرول ځنډولي وو.

باید وویل شي چې ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول.
دا بندیزونه د شمالي کوریا صادرات او پانګونه محدودي، ځکه یې پیونګ یانګ غوسه کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button