فرانسه: یوه موټر چلوونکي په امنیتي ځواکونو برید کړی:

فرانسه: یوه موټر چلوونکي په امنیتي ځواکونو برید کړی:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
راپورونه وایي د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یو تن موټر چلوونکي په فرانسوي عسکرو برید کړی دی.
لومړني معلومات ښيي چې په پیښه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فرانسې رسنیو خبر ورکړی دی چې د پاریس په شمال کې
یو تن برید کوونکي په فرانسوي عسکرو خپل موټر خیژولی چې له امله یې ۶ تنه سرتیري ټپیان دي چې د دو حالت نازک ښوودل شوی دی.
پولیسو ویلي چې بریدګر له سیمې تښتیدلی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
دا لمړی ځل ندی چې په فرانسه کې دا ډول بریدونه کیږي بلکه تر دې وړاندې هم په ځلونو په امنیتي ځواکونو ورته بریدونه شوي.
باید وویل شي چې پدې وروستیو کې د موټر په واسطه بریدونو په لویدیځو هیوادونو کې زور اخیستی چې له کبله یې ګڼ شمیر کسان په نښه شوي دي



