قطر: د سیاحت پخاطر د ۸۰ هیوادونو اتباع بې ویزې ورتلی شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۸ فرید افغان)
قطري چارواکو په یو بېساري اقدام کې ویلي چې د نوې پالیسۍ له مخې د ۸۰ آسیایي اروپایي او امریکایي هیوادونو اتباع کولای شي چې دې هیواد ته پرته له ویزې اوږدمهالي سفرونه وکړي
قطر ویلي چې د ٣٣ اروپایي هیوادونو اتباع کولای شي چې د دریو میاشتو (٩٠ ورځو) لپاره پرته له ویزې دې هیواد ته سفر وکړي
د قطري چارواکو په وینا د دې هیوادونو اوسیدونکي همداراز کولای شي چې د څو سفرونو په ترڅ کې په دې هیواد کې ١٨٠ ورځې هم پرته له ویزې تیرې کړي.
د قطر د نوې تګلارې تر مخه په دویمه کټګوري کې د امریکا بریتانیا، کاناډا او ۴۴ نورو هیوادونو اوسیدونکي راځي چې د دې هیوادونو اوسیدونکي یواځې د ٣٠ ورځو لپاره پرته له ویزې قطر ته سفر کړی شي .
همداراز د قطر د نوې پالیسي ترمخه د یادو هیوادونو سیلانیان کولای شي چې ٣٠ ورځې نور هم په دې هیواد کې پاته شي.
قطر داسې مهال دا اعلان کوي چې دا هیواد د ٢٠٢٢ کال د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو کوربه دی، او دې لوبو ته تیاری نیسي.
باید وویل شي چې قطر د څلورو عرب هیوادونو له سختو بندیزونو سره مخ دی او ښایي له دې پالیسۍ څخه یې موخه هم د ډیرو سیلانیانو راجلبول وي تر څو د دې هیواد په اقتصادي اړخ مثبته اغیزه وښندي



