د بشر د حقوقو نړیوال سازمان په یمن کې د حوثیانو د توپونو په بریدونو کې د بیګناه خلکو وژل کشف کړي

عزیر اسدخیل
د ملګرو ملتو د بشر د حقوقو نړیوال سازمان ویلي دی چی د حوثیانو او شړل شوي ولسمشر علي عبدالله صالح ځواکونو په شریکه د یمن جنوب لویدځ خواته د تعز په ښار کی له تیرو لسو ورځو راهیسی د عامو خلکو په سیمه ایزو هستوګنځایونو په مکرر ډول د توپونو ډزو او درنو ګولیو ورولو لړۍ پیل کړې.
دغه نړیوال سازمان دغه راپور د سیمه ایزو روغتونو د ډاکټرانو له خولې ترلاسه کړی او دا بریدونه یې د جنګې قوانینو نه ښکاره سرغړاوی ګڼلی په دغو ډزو کې نږدې ۳۰ ملکي بې ګناه کسان وژل شوي او له ۱۶۰ یې زیات ټپیان شوي دي.
سازمان زیاته کړې چې همدا راز په هغو ۷ بریدونو کې چې د روان ۲۰۱۷ کال د مۍ د میاشتې د ۲۱ او ۲۳ نیټو تر سره شول د ۱۲ ملکي کسانو د وژلو سبب شول چې له جملې یی ۴ ماشومان وو، او ۲۹ نور یې ټپیان کړل چی له جملی یی لس ماشومان وو.
په یاد سازمان کې جرائیه مدیرې آغلې سارة لیا ویچ ویلي دي چی دغه ډول بریدونه چې د حوثي او صالح ځواکونو لخوا په سیمه کې ترسره کیږي د بې شمیره زیانونو سبب ګرځیدلي.
هغې په دغو ځواکونو غږ کړی چی له دغه ډول بریدونو دې سملاسي لاس واخلي، او له دولتي ځواکونو یې په کلکه غوښتنه کړې چې له ښار نه د باندې دې د ورته بریدونو د مخنیوي ضمانت ورکړي.
حوثیان چې د تعز ښار په زیاتره برخو ولکه لري خو په د ښار په هغه برخه لا هم ولکه نلري چې د عبد ربه منصور هادي ځواکونو د تیر کال په مارچ کې نیولې وه.



