پروان: باګرام کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۹)
د پروان ولايت په باګرام ولسوالۍ کې د ماين چاودنې په ترڅ کې د امريکايي ځواکونو ټانګ ويجاړ او څلور امريکايي عسکر وژل شوي دي.
د طالبانو له لوري کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د قلعه نصرو سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر ټانګ د ماين انفجار کړی، چې په مکمله توګه ويجاړ شوی دی.
طالبان وايي، چې په دغه چاودنه کې څلور امريکايي عسکر وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، چې د ماین انفجار ډېر قوي و چې تر لرې سيمو پورې خلکو اورېدلی او په خبره يې چې له چاودنې وروسته امريکايي ځواکونو سيمه کلابنده کړه او د خپلو وژل شويو جسدونه يې په نورو ټانګونو کې د باګرام هوايي اډې ته منتقل کړل.
تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت د (قاطع ملاتړ) څه نه دي ويلي.
خو يوې سيمه ييزې امنیتي سرچينې پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې د امريکايي ځواکونو ټانګ مکمل ويجاړ شوی او د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.



