د غلامانو پایله« پیپسي بوتل»/ محمد دُرانی

له اډولف هټلره یې پوښتلي وو، څوک دې ډېر بدې راځي؟ هغه ورته ویلي وو، هغه خلک مې ډېر بدې راغلل، چې د خپلو هېوادونو په اشغال یې له موږ«جرمنیانو» سره مرسته وکړه.
د هټلر دا تاریخي خبره اوس هم په لیکلو او یادولو ارزي؛ ځکه هټلر هغه څوک و، چې ټولې اروپا ته یې د جگړې اعلان کړی و؛ خو پردي جاسوسان یې ډېر بدې راتلل.
د امریکا په اشغال کې شمال ټلوالې پوره اخلاص وکړ او د خپلو ټولو شته امکاناتو څخه یې گټه واخیسته او امریکایانو ته یې ښه راغلاست ووایه.
د امریکا د استخباراتي ادارې«سي اې ای» کارکوونکي گیري سي شیرون په خپل کتاب«سې اې ای په پنجشېر کې» کې لیکلي، چې د شمال ټلوالې مشرانو او غړیو یې د افغانستان په اشغال کې ورسره پوره همکاري کړې ده او امریکا ددې کار له امله ترې مننه کوي.
محمد قسیم فهیم، عطاء محمد نور، عارف سروري، عبدالرشید دوستم، احمد ضیاء مسعود، عبدالرب رسول سیاف او د لسگونه هغو کسانو نومونه یې یاد کړي، چې له دوی سره یې مرسته کړې او د ورکړل شویو پیسو اندازه یې هم ښوولې ده.
د شمال ټلوالې لپاره دا د کومه حیرانتیا خبره نهده؛ ځکه شمال ټلواله له لومړي سره د هغو خلکو په گټه پاتې شوې، چې د دوی جیبونه یې ور ډک کړي او دوی یې خوشحاله ساتلي دي. همدې ټلوالې د روسیې په ملاتړ پنځه کاله د طالبانو د نظام پرضد وسلهوالو مبارزه وکړه.
روانه اوونۍ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره د بلخ د والي عطاء محمد نور مرکه خپره شوه، چې وروسته د ټولنیزو شبکو فعالانو ته د ټوکې وسیله په لاس ورغله.

نور له نیوریاک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي وو، چې امریکا ترې خپله گټه واخیسته او وروسته یې د «پیپسې» د تش بوتل په شان وغورځول.
د نور خبره بېخي پرځای ده؛ ځکه هر اشغالگر وروسته د ټولو مرسته کوونکو سره همداسې چلند کړی. ځینو ورته د کانډم، تشناب کاغذ خطاب کړی او په نورو بدو نومونو یې یاد کړي دي.
د تاریخ حافظه ډېره قوي ده. دا هر څه تاریخ ساتي او له امریکا سره مرسته کوونکي به د تاریخ تورې څېرې وي او بیا به یې اولادونه هم دې ملت پورته سترګې نهشې پورته کولی.
تاریخ د دواړو نومونه لیکلي. هغوی چې د امریکا پر وړاندې یې وسلهواله مبارزه وکړه او هغوی چې د امریکا په غېږ کې پراته وو او له دوی سره مرسته کوله.



