په یمن او ۴ افریقایی هیوادونو کې نږدې ۲۰ ملیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ دي

ډاکټر آصف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي دي چې روان جنګونه خورا ناوړه بشرې پایلې له ځان سره لري چې د لوږې په رامینځته کیدو کې بنسټیز رول لوبوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې نن چهار شنبه په نړیواله سطحه د بشری ناورین په رامینځته کیدو چې مخینه یې نده لیدل شوي خبرداری ورکړ او خپل ژور خپګان یې ښکاره کړ، په یمن، صومال او د سوډان په جنوب او نیجیریا کې له شلو ملیونو زیان انسانان د لوږې سره لاس او ګریوان دي.

د امنیت شورا غونډې په هغه اعلامیه چې د غونډې په پای کې یې خپره کړه اشاره کړې چې روان جنګونه او شخړې سختې ویجاړونکي بشري بد عواقب له ځانه سره لري چې د لوږې په رامینځته کولو کې یې اساسي رول لوبولی دی.

د امنیت شورا غړو د ملګرو ملتونو له عمومي رئیس ښاغلي انټونیوګوتریچ نه غوښتنه کړې چې د راتلونکی اکتوبر میاشتې نه دې په یادو ۴ هیوادونو کې د لوږې د خطر د کمولو لپاره ځانګړي تدابیر ونیۍ، او د احتیاطي تدابیرو د نیولو لپاره دی لازم توصیات وړاندې کړي.

غونډې زیاته کړه چی په یادو څلورو هیوادونو کې ځینې اړخونه په دې کی ناکام شوي دی چی د بشري او خوراکی غیر مشروطی مرستو رسول ډاډمن کړي.

غونډې په ټولو ذیدخله اړخونو غږ وکړ چې د مرستو با امنه رسولو ته اجازه ورکړي او عامو خلکو ته د اساسي اړتیاو رسیدلو ته اسانتیاوې برابري کړي څو اړو خلکو ته خواړه، روغنیات او روغتیایی مرستې د څلورو واړو هیوادونو ټولو خواو ته ورسیږي.

د الجزیرة خبریال رائد فقیه له نیویارک نه ویلي دي چې د امنیت شورا په دغو څلورو هیوادونو کې په جنګ کې ښکیلو ټولو اړخونو ته په سخته لهجه پیغام ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د ملکي خلکو ساتنه وکړی او د مرستو په رسولو کې له خنډنونو اچولو ډډه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button