جانيخيلو جګړه کې ۳ قوماندانان ټپيان- ۱۸ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۹)
شاوخوا شل ورځې مخکې وسله والو طالبانو د پکتيا جانيخيلو ولسوالۍ ونيوله، چې وروسته بيا دولت اعلان وکړ، چې دغه ولسوالس يې بيرته له طالبانو نيولې ده.
خو اوس پنځه ورځو په تېرېدو راپورونه ورکول کېږي، چې طالبان بيرته په دغه ولسوالۍ واکمن شوي او دولتي ځواکونو ته يې سخت ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې ولسوالۍ د مرکز او امنيه قومندانۍ په ګډون د دغه ولسوالۍ اړوند ټولې مربوطه پوستې يې لاسته ورغلي او په خبره يې چې عسکرو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي پرون کرۍ ورځ يې له دولتي ځواکونو سره جګړه وکړه، چې په ترڅ کې ۱۲ تنه عسکر وژل شوي ، چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پراته دي.
د هغه په وينا، په دغه جګړه کې د امنيه قومندان، د اردو قومندان او د نظم عامه پولیسو د قومندان په ګډون ۱۹ تنه عسکر ټپيان شوي هم دي.
مجاهد زياتوي، چې په پرونۍ جګړه کې يې پنځه ټانګونه، يو رينجر، دوه بيلډوزرونه او نورې سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
د پکتيا امنيه قوماندان توريالی عبدياني د جانخيلو ولسوالۍ پرېښودل تائيدوي او وايي چې امنيتي ځواکونو له يادې ولسوالۍ تکتيکي شاتګ کړی او ډېر ژر به يوځل بيا عمليات پیل کړي.
د پکتيا امنيه قومندان هم مني چې سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتیا د ولایتي شورا غړي تاج محمد منګل تېره شپه تایید کړه، چې د دې ولسوالۍ وداني یو ځل بیا د وسلوالو طالبانو لاس ته لوېدلې ده.



