د جاني خېلو ولسوالي بیا له لاسه ورکول؛ تاکتیک که د حکومت ناتواني؟

تبصره
شل ورځې دمخه د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ پر سر جګړې پیل شوی. له سختو جګړو وروسته طالب وسله والو له حکومتي ځواکونو د جاني خېلو ولسوالي ونیوله او د فاع وزارت د خپلو امنیتي ځواکونو لخوا د ولسوالۍ د لاسه په ورکولو اعتراف وکړ؛ خو ویې ویل، د بیا نیولو لپاره د پکتیا ځایي ځواکونه تیاری نیسي.
څو ورځې وروسته د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته وویل چې د جاني خېلو ولسوالي یې له وسله والو طالبانو نیولې، خو بې له حکومتي رسنیو نورو منابعو ولسوالي د حکومتي ځواکونو لخوا نیول نه وو تائید کړي. دا دی اوس په دویم ځل بیا رسنیو راپورونه ورکړل چې د جاني خېلو ولسوالي طالبانو د سختې جګړې وروسته له حکومتي ځواکونو ونیوله.
د پکتیا امنیتي چارواکي وایي: د وسلوالو طالبانو د توپونو، سپکو او درنو وسلو له سختو ډزو وروسته یې د جاني خېل ولسوالۍ له مرکز او ښارګوټي څخه یو کیلومتر تکتیکي شاتګ کړی دی. تر اوسه چې کوم راپورونو ازادو منابعو ورکړي دي، هغوی د طالبانو له خوا د ولسوالۍ نیول تائید کړي دي؛ اما دفاع وزارت بیا هم ټینګار کوي چې تاکتیکي په شاتګ یې کړی دی.
کله چې هم حکومتي ځواکونه د طالبانو په مقابل کې له ماتې سره مخ شي او د ولسوالۍ یا کومي سیمې په بیا نیولو ونه توانېږي، وايي تاکتیکي په شاتګ یې کړی دی. همدا تاکتیکي په شاتګ په ۲۰۱۵م کال کې حکومتي ځواکونو د کندز له ښاره هم کړی ؤ چې وروسته یې بیا د کندز ښار له لاسه ورکړ.
بله دا، چې کله حکومتي ځواکونه له لاسه د ورکړې سیمې د نیولو توان ونه لري، بیا دفاع وزارت وايي: دملکي وګړو د تلفاتو په خاطر مو تاکتیکي په شاتګ وکړ؛ خو وروسته د ناټو د هوايي ځواک څخه په مرسته له نیول شوې سیمې سره نږدې اوسېدونکي هم بمبار کړي. امکان لري حکومت د خپلې ناتوانۍ په ښوولو سره جاني خېلو ولسوالۍ د نیولو لپاره د ناټو له هوايي ځواکه مرسته وغواړي او د ترهګرو په نامه ولسي وګړي هم بمبار کړي. ولسوالي له لاسه ورکول به خپل تاکتیک او ولسي وګړي بمبارول به خپله تېروتنه یاده کړي.
دفاع وزارت خو له شرمه هم رسنیو ته کمه نه وايي؛ اما حکومتي ځواکونه دا توان نه لري چې د ګردېز په ختیځ کې غرنۍ ولسوالي جاني خېل له طالبانو څخه د جګړې په زور ونیسي. بې له دې چې د ناټو هوايي ځواکونه ولسوالي او ورسره خواوشا سیمې بمبار کړي، ولسي وګړي ووژني، په تاکتیکونو یې نه شي نیولای. اوس حکومت د وسله والو مخالفینو په وړاندې نا توانه دی.
حکومتي چارواکي نه یوازې دا چې د وسله والو په وړاندې ناتوانه دي، په بهرنۍ پالیسۍ کې هم ناکام او ناتوانه دي. اته میاشتې دمخه یې د اروپایي ټولنې او په ځانګړې توګه له جرمني سره موافقه وکړه چې په افغانستان کې نا امني دوام لري، باید جرمني کې پناه اخیستونکي افغانان له جرمني را ونه ایستل شي؛ خو دا دی اوس جرمني بیا اعلان وکړ چې د نورو پناه غوښتونکو تر څنګ به افغانان هم له جرمني باسي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، مارټن شیفر وايي چې د ځینو افغان پناه غوښتونکو بېرته لېږلو ته به دوام ورکړي، ځکه چې په افغانستان کې حالات هغسې نه دي کوم چې افغان چارواکو موږ ته پلمه کړي وو. له بلې خوا د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند یوهانس دمروت هم ویلی دي چې هېواد به یې هغه افغان مهاجرین بېرته وباسي چې د جرمني امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي.
جرمني ته په نږدې څو کالو کې چې بهرني پوځونه په افغانستان کې کم شوي، له دهغوۍ سره ژباړونکي، له پوځی لیکو تښتېدونکي او له هېواده هغه ځوانان چې د بې کارۍ له امله له هېواده تللي دي، په جرمني کې د پناه اخیستلو په انتظار شپې سبا کوي، شامل دي.
حکومت باید په خپلو ټولو کړنو غور وکړي. په خپله کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي او په هېواد کې د کورنیو جګړو، ناامنیو، بې کاریو، د یو شمېر زورواکو د خپلسریو مخه ونیسي او افغان ولس نور له دې بېلابېلو ناورینونو وژغوري.



