آصف مهمند: عطانور لسګونه ميليون ډالره دولتي عايدات وهلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۹)
د بلخ د ولايتي شورا غړی اصف مهمند وايي، چې د دغه ولايت والي د دولت لسګونه ميليونه ډالره عايدات وهلي او په خبره يې چې دی يې د فساد په اړه کره اسناد لري او غواړي چې کابل کې يې لويې څارنوالۍ ته وسپاري.
نوموړي تېره ورځ خبري رسنيو ته وويل، چې عطانور په ناقانونه ډول د ګمرکونو دولتي عايدات غلا کړي او له دې لارې يې نږدې يو ميليارد ډالره شتمني ټوله کړې ده.
د مهمند په وينا، چې له تېر يونيم کال راهيسي يې د نور د فساد په اړه اسناد ټول کړي او په دغه ولايت کې يې مربوطه ادارو سره شريک کړي خو زياتوي چې د څارنوال امر هلته نه چلیږي، هلته ټول واک د عطا دی.
هغه زياته کړه: “زما او استاد عطا ترمنځ کومه سیاسي سیالي نه شته، یوازې د هغه د فساد موضوع ده چې زه یې یادوم، یوه دوسیه یې په ښاروالۍ کې د فساد په اړه ده، بشپړ اسناد لرم، د بلخ ښاروالۍ د یوې کورنۍ بڼه غوره کړې، د ښاغلي نور او وکیلانو د کورنۍ غړي په کې ګومارل شوي دي، بله دوسیه د حیرتانو د بندر ده، دوسیه کې د میلیونونو ډالرو فساد موضوع ده، زه په اسنادو خبره کوم، بله دوسیه د ملکي روغتون ده، بله دوسیه هم د ځمکو د غصب ده چې والي صاحب او همکاران یې په کې ښکېل دي، غیر قانوني ښارګوټي او ودانۍ یې جوړې کړي دي”.
مهمند دغه راز وايي، کله چې يې لومړی وار په فساد کې د هغه د ښکلېتيا خبره وکړه، نو د عطانور سره يې اړيکې خرابې شوې او نور تېر کال یو مکتوب هم صادر کړ چې ګنې مهمند ترور کېږي.
خو په خبره يې چې دا مکتوب اصلا د بلخ والي د ده، د ترور د توجیې په موخه صادر کړی و.
هغه وايي، چې کوم کسان د ده د ترور لپاره ګمارل شوي وو دوه ورځې مخکې په کابل کې د امنیتي ادارو له لوري نيول شوي دي.
او زياته يې کړه، که يو سند يې هم دروغ شي نو حاضر دی چې ځواب يې ووايي او له نړيوالۍ ټولنې او لويې څارنوالۍ نه يې غوښتنه وکړه، چې بلخ ته دې ورشي، ترڅو د عطانور فساد ورته وښيي.
تر دې مخکې ځينې چارواکي د اداري فساد په تور محاکمه شوي، خو دا لومړی ځل دی چې عطانور د ولايتي شورا د غړي له لوري په فساد تورنېږي او وايي چې د هغه د فساد ټول اسناد هم لري، خو بيا هم له نړيوالې ټولنې او د هغه حکومت چې ډیری چارواکي يې په فساد کې ښکېل دي د عطانور د محاکمې او يا ورسره د حساب کولو طمع نه شي کېدلی.



