د طلوع تلویزیون دیوه خبریال په کور وسلوال بریدشوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۹ فرید افغان )

راپورونه وایي چې تیره شپه د کابل ښار چهلستون په سړک
څو وسلوالو کسانو د طلوع تلویزیون د مشهور خبریال شریف امیري په کور وسلوال برید ترسره کړی دی.
راپورونه زیاتوي چې په برید کې د نوموړي ورور ټپي شوی دی خو نوموړي ته کوم زیان ندی رسیدلی.
امیري تر اوسه د برید دڅرنګوالي په اړه څه ندي ویلي
باید وویل شي چې د طلوع په ګډون ګڼو رسنیو پدې وروستیو کې د طالبانو پسې خپل تبلیغاتي سانسور پیاوړی کړی او غواړي هر مثبت او منفي خبر چې د دې ډلې پرضد وي نشر کړي.
د برید پړه تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نده منلې
د یادونې وړ ده چې د طلوع تلویزیون اړوند د موبي ګروپ غړي تیرکال هم داسې مهال د طالبانو لخوا د برید نښه وګرځیدل چې د دې ډلې پسې له دروغو ډک خبر نشر ته وسپاره.
د خبریالانو ټولنې څو اونۍ وړاندې په یوه مطبوعاتي ناسته کې څرګنده کړه چې د دوی ۱۰ خبریالان سږکال وژل شوي دي.
عام خلک رسنۍ تورنوي چې د خپلواکۍ له بریده خورا لرې دي او د ښکیلو اړخونو خبرونو په آزادانه توګه نه نشروي.

خو خبریالان وایي چې دوی د دولت لخوا مجبور دي چې ورکړل شوی پروپوزل عملي کړي او دطالبانو پرضد د دولت لخوا د ورکړل شوې کړنلارې له مخې خبر جوړ او نشر ته وسپاري.
شنونکي پدې آند دي چې په افغانستان کې رسنۍ ورځ تر بلې خپل باور له لاسه ورکوي او امریکایي بسپنه ورکونکي یې هم له دې چارې ناراضه دي چې له کبله یې لسګونه رسنۍ د اقتصادي بودیجې د نشتون له کبله تړل شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button