ژباړه: خوشال درانی
د جاسوسۍ تاریخ راته معلوم نهدی، چې کله پیل شوې او لومړۍ دغه کار کوم دولت کړی؟ خو د تاریخ په اوږدو کې هر دولت د هېواد دننه او بهر خپل جاسوسان ساتلي او د خپلو گټو د خوندي کولو لپاره یې له دوی څخه کار اخیستی. د جاسوسۍ لپاره سړي او ښځې دواړه کارېدلي. د وخت په تېرېدو په جاسوسۍ کې هم بدلون راغلی او اوس د نړۍ پرمختللي هېوادونه له عصري ټېکنالوجۍ څخه په گټه اخیستنې د جاسوسۍ کارونه پرمخ وړي. د تاریخ په اوږدو کې ځوانې ښځې د زبر ځواک دولتونو لهخوا د جاسوسۍ لپاره د یوې وسیلې په توگه کارېدلې او ددغه کار لپاره یې د هېواد ښایسته او ښکلې نجونې کارولي دي.
زیات سړي د ښځو پر وړاندې مقاومت نهشي کولی او دغو ښځو هم د همدغه ټکي څخه په گټنه له دوی څخه ډېر پټ رازونه راسپړلي دي. زیاتې ښځینه جاسوسانې په خپل وخت کې نوموتې ښایسته ښځې وې او دغو ښځو له خپل ښایست، ادا، چالاکۍ او هوښیارۍ څخه د نورو دولتونو د استخباراتو کارکوونکو سره اړیکې ساتلي او ددوی رازونه یې خپل دولت ته سپارلي دي. جاسوسي اوس هم روانه ده او دغه کار لا پای ته نهدی رسېدلی. اوس هم کله نا کله اورو، لولو او وینو چې په ځینو هېوادونو کې خلک د جاسوسۍ په تور نیول کېږي او د جاسوسۍ کولو له امله یا اعدامېږي او یا کومه بله سزا ورکول کېږي. له بده مرغه په افغانستان کې دغه شمېره بېخي لوړه ده او څو میاشتې مخکې د مخابراتو او ټېکنالوجۍ وزیر ایران ته د جاسوسۍ کولو په تور له دندې گوښه شو. وخت نا وخت دلته زیات لوړ پوړي چارواکي بهرنیو هېوادونو ته په جاسوسۍ کولو تورن شوي. دا چې قانون یوازې پر کتاب لیکل شوی؛ نو ددوی په اړه هېڅ څېړنه نه کېږي او نه یې څوک پوښتنه کوي. دلته د ښځینه مشهورو جاسوسانو پېژندنه ده او ددوی په اړه لنډ معلومات دي.
۱ـ بیل پویډ(۱۸۴۴ـ ۱۹۰۰ز) د امریکا په کورنۍ جگړه کې د جاسوسۍ کولو لپاره وگومارل شوه. پویډ خپل شعار« تر اخري سلگۍ خپل هېواد ته خدمت کوم» ورکاوه. دې د سویلي امریکا له جنگیالیو سره مرسته کوله او په ۱۸۶۲ ز کال کې د اتلس کلنۍ په عمر د جاسوسۍ په تور ونیول شوه.
۲ـ پاولینا کوشمن (۱۸۳۳ـ ۱۸۹۳ز) د امریکا په کورنۍ جگړه کې د شمالي امریکا له جنگیالیو سره د مرستې په تور ونیول شوه او محکمې پرې د اعدام حکم وکړ؛ خو وروسته یې د اعدام حکم لغوه شو او له اعدام کولو بچ شوه.
۳ـ یوشیکو کافاشیما (۱۹۰۷ ـ ۱۹۴۸ز) دا د جاپان د شاهي کورنۍ غړې وه او په جاپان کې تراوسه د ښځینه جاسوسې په نامه شهرت لري.
۴ـ ایمي الیزابیټ(۱۹۱۰ز) امریکايي ډیپلوماټه وه، چې د ټېلیفوني اړیکو او د عشقي عبارتونو په وسیله یې په واشنگټن کې له ایټالوي او فرانسوي ډیپلوماټانو سره اړیکې نیولې. دې وکولی شول، چې د خپل هېواد «امریکا» لپاره د ایټالیې او فرانسې پټ اسناد غلا کړي. دې له خپلو ټولو چلونو څخه کار واخیست او د فرانسې د سفیر له المارۍ یې ټول اسناد له ځان سره یوړل.
۵ـ گابریلا گاسټ( ۱۹۴۳ ز) دا د لویدیځ فدرالي المان د امنیتي سیستم کارکوونکې وه او په ختیځ المان کې یې د خپل عاشق لپاره جاسوسي کوله. گاسټ په ۱۹۹۰ زکال کې ونیول شوه او تر ۱۹۹۸ ز کال پورې زندن کې وه.
۶ـ روټ فیرنر (۱۹۰۸ ـ ۲۰۰۰ ز) فیرنر روسۍ کمونېسته وه او په ۱۹۳۰ ز کال کې د جاسوسۍ لپاره چین ته ولاړه. وروسته یې په انگلستان کې د جاسوسۍ شبکه جوړه کړه؛ خو په ۱۹۴۹ زکال کې یې دغه شبکه رسوا شوه او د المان برلین ته وتښتېده. په ۱۹۵۰ز کال کې یې د روسیې د اطلاعاتو برخې سره خپله همکاري پرې کړه؛ خو روسي چارواکي غټه رتبه ورکړه.
۷ ـ فیولیتا جابو (۱۹۲۱ ـ ۱۹۴۴ ز) جابو انگرېزه جاسوسه وه او د دویمې نړیوالې جگړې د پای ته رسېدو وروسته فرانسې ته ولاړه. دې وکولی شول چې د خپلې مخفي ډلې پر مټ د جرمني دولت ډېر کارکوونکي ووژني او یا یې ژوندي ونیسي. په انگلستان کې دویمه ښځه ده، چې په ۱۹۴۶ز کال کې یې د «جورجیاس صلیب» مډال گټلی دی.
۸ـ وزیفینا بیکر (۱۹۰۶ ـ ۱۹۷۵ز) دا د سندرغاړي پلار او له وینځې موره زېږیدلې وه. دا چې دوی تور پوستي یهودان وو او امریکا کې ښه چلند ورسره نه کېده، نو فرانسې ته ولاړه. خو فرانسه کې ورسره انساني سلوک وشو او د فرانسې مینه یې په زړه کې ځای شوه. دې د فرانسې او المان په جگړه کې د فرانسویانو لپاره جاسوسي کوله. ددې د ښو فعالیتونو له امله فرانسې د المان پر وړاندې جگړه وگټله او فرانسې د لومړي ځل لپاره یوې غیر فرانسوۍ مېرمنې ته مډال ورکړ.
۹ـ نینسي ویک ( ۱۹۱۲ز) ویک په ۱۹۱۲ز کال کې په نیوزیلنډ کې وزېږېده او وروسته نیویارک ته ولاړه. بیا اروپا ته راغله، خو د دویمې نړیوالې جگړې په بهیر کې فرانسې ته راغله او د خپل فرانسوي مېړه سره یې یو ځای د المانیانو پر وړاندې جگړه پیل کړه. د فرانسوي ځواکونو له ماتې وروسته انگلستان ته وتښتېده او هلته یې د جاسوسۍ زده کړې وکړې او په ۱۹۴۴ ز کال بېرته فرانسې ته ولاړه، چې د المان پر وړاندې د فرانسې په جگړه کې برخه واخلي. د المان دولت د ویک پر سر دوه میلیونه ډالر جایزه وټاکله، چې یا یې ژوندۍ ونیسي او یا یې مړه کړي. ویک ته پنځو هېوادونو امریکا، فرانسې، انگلستان، اسټرالیا او نیوزیلنډ د ښو کارونو په بدل کې جایزې ورکړې.
۱۰ ـ مارگارټ گرټروډ رزله: په ۱۸۷۶ زکال کې په ټوله فرانسه کې په نڅا مشهوره وه. دا د المان د مخفي ځواکونو جاسوسه وه. دې د فرانسې پټ معلومات المان ته ورکول. په ۱۹۱۷ ز کال د اکټوبر پر ۱۵ افشا شوه او په ډزو سره ووژل شوه.

















