د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۱۶ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
د هسکې مېنې ولسوال، سازولي شینواري رسنیو ته ویلي، برید تېر مازیګر د ملکي وګړو په یوه سوزکي موټر شوی دی. د سیمې خلک وايي چې ولسي وګړو د پاپین له سیمې خپله کډه رابار کړې وه او غوښتل یې له سیمې ووځي، خو ټول د ډرون په برید کې شهیدان شوي دي.
د ننګرهار ولایت چارواکو هم یاده پېښه او په کې اوښتې مرګ ژوبله تایید کړې خو له زیاتو تفصیلاتو ورکولو ډډه کوي. بهرنیو ځواکونو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
څو اونۍ وړاندې هم په هسکه مېنه کې بهرنیو ځواکونو د فاتحې او خیرات پر مراسمو هوايي برید کړی و چې په پایله کې یې ۱۰ ملکي وګړي شهیدان شوي وو او شپږ نور ټپیان شوي وو.
د ملي وحدت حکومت له پیل راهیسې یو ځل بیا پر ملکي وګړو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونو زیات شوي دي؛ خو ولسمشر د پلاوي په ټاکلو او د بریدونو عاملین یوازې د بښنې غوښتلو او خفګان په ښکاره کولو ځان خلاصوي.


















