سرپل: حکومت دمیرزاولنګ سیمې ته ورغلي خبریالان توقیف کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۲۰ فرید افغان)

وروسته له هغه چې د میرزاولنګ سیمه کې د ولسي خلکو د وژنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې په دولتي چارواکو فشار ډیر شو ، افغان حکومت اړ شوترڅو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ میرزاولنګ په سیمه کې پراخ عملیات په لاره واچوي.
تازه راپورونه ښیي چې دولتی ځواکونو له ډیر فشار او زور سره سره تر اوسه کوم پرمختګ نه دی کړی.
یاد عملیات له تیرې ورځې راهیسې دامریکایي قواوو په ملاتړ د هوا او ځکمې له لارې پیل شوي دي.
له دې سره همهاله نن سهار د سرپل ولایت له مرکز څخه دقیقو منابعو راپورونه ورکړل چې د سرپل د والي لخوا ټول محلي خبریالان او د رسنیو استازي د ولایت مقام ته په دې پلمه چې هلته مطبوعاتي کنفرانس جوړیږي غوښتل شوي ؤ.

سرچینې زیاتوي کله چې خبریالان د والي دفتر ته لاړل، له ټولو څخه کامرې، تلیفونونه او نور کاري وسایل اخیستل شوې او ورته ویل شوي چې تاسو به د میرزاولنګ دعملیاتو تر پای ته رسیدو پورې دلته میلمانه یاست.
د سرچینو له قوله خبریالانو صرف یوځل له خپلو کورنیو سره اړیکه نیولې چې دوی توقیف شول، نور یې وسایل کار نکوي.
او د حکومت تر کامل توقیف لاندې دي.
داسې ښکاري چې داځل د سرپل والي او نور حکومتي بنسټونه غواړي چې د میرزاولنګ په سیمه کې د پیښو جریاناتو په اړه تول رسنیز معلومات کلک سانسور کړي.

کوم څه چې د حکومتي ځواکونو په ګټه وي هغه به له پوره مبالغې سره خپریږي او کوم څه چې دحکومت په زیان دطالبانو او ولس په ګټه وي هغه راپور به نه نشر کیږي او ترکلک رسنیز سانسور لاندې به وي.
د یادونې وړ ده چې خبریالانو د میرزاولنګ د پیښې په اړه د طالبانو پرضد له پراخ تبلیغاتي سانسور څخه کار واخیست طالبانو د ولسي خلکو وژنه مطلق رد کړې وه قاري یوسف احمدي هغه مهال رسنیو ته ویلي ؤ چې (مونږ د ماتې خوړلي دښمن دغه ادعا په کلکه ردوو)
نوموړي زیاته کړه (کله چې طالبانو ياده سيمه له دولتي ځواکونو ونيوله، د سيمې خلک يې راجمع کړل او ټولو ته يې د سر و مال د ساتنې اطمنان ورکړ . د سيمې خلک ډير خوشحاله شول او له طالبانو يې په يوه خوله ملاتړ اعلان کړ او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.
کله چې چارواکي خبر شول چې د سيمې خلکو له طالبانو ملاتړ اعلان کړی، نو د دروغو غلط راپورونه يې خپاره کړل، ترڅو د عامو خلکو ذهنيتونه له طالبانو واړوي) طالبانو هغه مهال د ۲۸ محلي پولیسو د وژلو ادعا کړې وه
باید وویل شي چې څو ورځې وړاندې هم خبریالانو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی د حکومت لخوا ترسختو تحدیداتو لاندې دي او مجبور دي تر څو د حکومت په خوښه ټول سانسور شوي مواد نشر کړي.
ولسي خلکو په وار وار له رسنیو غوښتي چې په بې پرې توګه دې د ښکیلو غاړو خبرونه نشر کوي، خو د شنونکو په وینا چې اوس ټول رسنیز بانډ د دولت لخوا سانسور شوی او ټولې رسنۍ په یوه خوله د مخالفینو پرضد د جنګي تبلیغاتي اوزار په توګه بدلې شوې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button